ليکنه او راټولونه/
کمپیوټر د یویشتمې پیړۍ تر ټولو هوښیار او پرمختللی ایجاد ګڼل کېږي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ډېرو کارونو لپاره کارول کېږي، او اوسنس ژوند یې تر ډېره هوسا کړی.
په فابریکو کې روباټونه کارېږي، چې ډېر ګړندي او دقیق کار کوي، په دفترونو کې د قلم او کاغذ ټول کار په کمپیوټرونو اړول شوی دی.
په کورونو، ښوونځیو، روغتونونو او همدا راز په هر ځای کې د کمپیوټر اسانتیاوې تر سترګو کېږي او د انسان سره یې اړیکې د لا نور زیاتوالي په لور روانې دي.
افغانستان کې هم د کمپیوټر کارونه ورځ په ورځ زیاتېږي. لکه څنګه چې هر شی د ښهوالي ترڅنګ بدوالی هم لري، همدا ډول کمپیوټر د انسان لپاره د اسانتیاوو ترڅنګ روغتیا ته زیان رسولی شي.
کوم کسان چې ډېر کمپیوټر کاروي غواړو ځینې زیانونه او تکلیفونه ورته وپېژنو:
ار اس اي: د هغه دردونو یا تکلیفونو ګډ نوم دی، چې د پرلهپسې ډېرو او اکثره ډېرو سپکو حرکتونو له امله منځته راځي. لکه د کمپیوټر مخې ته بې دمې په ساعتونو کېناستل، د ماوس(موږک) پر سر تل لاس ایښودل او په ګوته باندې په تکرار ډول د یو څه ټوکل، په ناسمه توګه کمپیوټر ته کېناستل او داسې نور حرکتونو نه د انسان عضلات، بندونه او اعصاب په درد لاس پورې کوي. د دې ترڅنګ د سترګو دید هم د کمپیوټر د ډېرې کارونې څخه کمېدای شي.
دغه دردونه په څو مرحلو وېشل شوی دي، د دغو مرحلو له مخې انسان کولی شي وټاکی چې هغه ار اس اي دی او که نه؟ او د هغه تکلیفونه د اندېښنې وړ دي او که نه؟
مرحلې د ار اس اي:
ـ په لومړۍ مرحله کې د انسان لاسونه، ګوتې، مړوندونه او څنګلې د کار پر مهال یا د کار نه وروسته یو څه درد او ستړیا احساسوي. خو د لږې تفریح نه وروسته دردونه بېرته له منځه ځي.
ـ دوهمه مرحله کې د انسان څټ، ولی، څنګونه، رګونه، ملا او لاسونه درد ګوي او ځان ډېر ستړی او بې ځواکه احساسوي. په دې مرحله کې دردونه د تفریح نه وروسته هم پاتې کېږي خو د څو ورځو نه وروسته ورو ورو له منځه ځي.
ـ درېیمه مرحله کې انسان دردونه نه تلونکي شکل نیسي. د هېڅ شي کولو وس نه لري، په لاسونو او څنګلو کې یې هېڅ ځواک پاتې نه وي، هېڅ کار کول نه غواړي او اعصاب یې هم ستړي او نارامه وي.
نو همدې لپاره چې د دې ستونزو سره مخ نشو باید پرته له اړتیا کمپیوټر ونه کاروو او کله چې کاروو هغه ټاکلې اندازې په پام کې ونیسو چې څنګه کېنو او فاصله مو د هرې برخې د کمپیوټر سره څومره وي.
کمپیوټر څخه کارولو له هر ۱۰ دقیقې وروسته باید تفریح وکړو، ترڅو د دردونو مخنیوی وشي.