کلکتې دويم پړاو ته د تلو هيلي ژوندۍ ساتلي!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان پريمرليګ ۵۲مه لوبه د کلکتې نايټ زايډرز او کينګز ايليون پنجاب لوبډلو ترمنځ وه.
د لوبي پچه کلکتې وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړه.
د پنجاب توپوهونکو په ۲۰ اوورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۱۸۴ منډي هدف وټاکی.
FB IMG 1556937194822 کلکتې دويم پړاو ته د تلو هيلي ژوندۍ ساتلي!
کريس ګيل ۱۴، اګروال ۳۶ ،پوران ۴۸ او سم کرن ۵۵ منډي وکړلې.
د کلکتې توپ اچوونکو سنديپ وارير ۲، ګرني،رسل او رانا يوه يوه وکيټه ترلاسه کړه.
FB IMG 1556936917299 کلکتې دويم پړاو ته د تلو هيلي ژوندۍ ساتلي!
د ۱۸۴ منډو هدف د کلکتې توپوهونکو ته ډير سخت نه وو،خو که د پنجاب توپ اچووني سره مقایسه سوې وای نو بيا د لوبي تر نتيجې مخکي پريکړه سخته وه.
د کلکتې اوپنرانو هدف ته د رسيدو په خاطر ډير ښه پيل وکړ.
کريس لين ۴۶ منډي وکړې او د پاور پلې په وروستي توپ يې وکيټه دلاسه ورکړه.
FB IMG 1556937101600 کلکتې دويم پړاو ته د تلو هيلي ژوندۍ ساتلي!
روبین اتاپا ۲۲، انډري رسل ۲۴ او کارتيک ۲۱ منډي وکړې.
خو شبمان ګيل چي د لوبي پيلوونکی توپوهونکی وو تر وروستيو شيبو وجنګيدی او په ۴۹ توپونو يې ۶۵ ناسوځيدلي منډي وکړې.
د پنجاب لپاره محمدشمې، اشوين او ټای يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
FB IMG 1556937173395 کلکتې دويم پړاو ته د تلو هيلي ژوندۍ ساتلي!
لوبه په ۱۸م اوور کي کلکتې په ۷ ويکټو وګټله.
د لوبي غوره لوبغاړی ځوان توپوهونکو شبمان ګيل سو.
FB IMG 1556937043391 کلکتې دويم پړاو ته د تلو هيلي ژوندۍ ساتلي!
په IPL کي د ټولو لوبډلو د لومړي پړاو يوه يوه لوبه پاته ده.
چينای، ډهلي او ممبی لا د وړاندي دويم پړاو ته لار پيدا کړې.
کلکته او حيدراباد چي دواړي لوبډلي ۱۲ نومرې لري که هره لوبډله خپله راتلونکې لوبه وګټي او بله يې بايلوي ګټونکې لوبډله به دويم پړاو ته ځي.
20190504 070633 کلکتې دويم پړاو ته د تلو هيلي ژوندۍ ساتلي!
که دواړي لوبډلي راتلونکي لوبي وګټي يا يې بایلوي، په هغه صورت کي چي نومرې يې مساوي وي د نيټ ريټ په حساب مخکي ځي،چي پدې حساب کي حيدر اباد بختور دی.