لکه څنګه چې د هرې ټولنې کلتور او رواجونه له یو بل څخه توپیر لري همدا ډول افغاني ټولنه هم ځینې رواجونه لري چې په هغې کې مثبت او منفي اړخونه شته، له بدهمرغه زمونږ ځیني نالوستي او هغه هېوادوال چې په لرې پرتو سیمو یانې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي، یو شمېر رواجونه یې د خپل کلتور یوه برخه ګرځولې او نه ترسره کول یې ځان ته ننګ ګڼي.
له بدهمرغه چې کليوال خلک د ناوړه رواجونو په برخه کې تر ډېره د افراط او تفریط قربانیان دي او کوښښ کوي چې ځینې ناوړه رواجونه، عادتونه او کړنې د خپل کلتور یوه برخه وګرځوي په داسې حال کې چې موږ هېڅ کله نشو کولای د خپل کلتور سره ناوړه رواجونه او کړنې یو ځای کړو او د خپل فرهنګ یوه برخه یې وګرځوو، ځکه چې تر هر څه دمخه د اسلام په مبارک دین کې مسلمانانو ته د ژوندانه ټول اړخونه او کړنې په روښانه توګه ښودل شوې دي او تر هغې وروسته بیا زموږ په کلتور کې هم زموږ د ژوندانه په اړه لارښوونې شته چې که چېرې پر هغې عمل وکړو او د ناوړه رواجونو او کړنو څخه ځان وساتو، نو سوکاله او خوشحاله ژوند به ولرو.
په کليوالو سيمو کې ښځې تر ډېره د ناوړه رواجونو له امله د تاوتریخوالي سره مخ شوې دي، چې له بده مرغه ددې تاوتریخ والي پېښې زموږ د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ثبت شوې دي، د بېلګې په توګه لویې ستونزې لکه د نجونو د تعلیم نه کول، په بدو کې د ښځو ورکول، د کم عمر نجونو ودول او په همدې توګه نورې ډېرې داسې ستونزې شته چې نن ورځ کليوالي مېرمنې ورسره مخ دي.
له بدهمرغه زمونږ ځینې کليوال په ځانګړي ډول د پښتون مېشته سیمو اوسېدونکې ډېری کورنۍ خپلې لور ته د ښوونځي د تلو اجازه نه ورکوي، ځکه چې هلته د ناوړه رواجونو او عادتونو له امله دا کار دوی ته یو ننګ او بد کار ګڼل کېږي. همدارنګه په داسې حال کې چې ډېر کليوال وګړي ځان ته دا اجازه نه ورکوي او نه غواړي چې خپله ناروغه مېرمن نارینه ډاکټر ته د درملنې لپاره بوزي همدارنګه ګڼ شمېر کليوال نه غواړي چې کور یې او یا هم د کورنۍ ښځینه غړي یې یو نارینه پولیس تلاشي کړي او ځیني کليوال نه غواړي چې لوڼو ته یې نارینه ښوونکی سبق ووایي، دې ډول خلکو ته دا کار یو ستر ننګ ښکاري. خو دا ډول کسان بیا په دې اړه فکر نه کوي چې که مونږ نن خپله ماشومه لور ښوونځي ته ولېږله نو سبا به له خیره زموږ په ټولنه کې ښځینه ښوونکې، ښځینه پولیسه او ښځینه ډاکټره وي او د ټولنې لپاره به خدمت کوي.
زموږ د کليوالو سيمو په یو شمېر کورنیو کې بله ستونزه او ناوړه رواج دا دی چې لوڼې یې په بدو کې د ورکړې قربانیانې دي، جرم به یې ورور یا پلار کړی وي خو سزا به یې د کورنۍ نجونو ته ورکول کېږي، چې په پایله کې بیا د سترو ناخوالو او بدبختیو لامل هم ګرځي او کم تر کمه د ځان وژنې او کورني تاوتریخوالي سبب ګرځي او دا کار د اسلام مبارک دین له نظره هم ناوړه بلل شوی او د دې ترڅنګ ډېری داسې نورې ستونزې هم شته چې په مستقیم یا نامستقیم ډول یې کلیوالي ښځې قربانیانې دي.
نو له همدې امله باید وویل شي چې هېڅکله باید ناوړه رواجونه او بې ځایه دودونه د خپل کلتور او دین برخه و نه ګڼو، بلکې هغه څه چې زموږ په رښتیني کلتور کې شته د هغې پالنه وکړو، وده ورکړو او د هغو غلطو رواجونو مخه ونیول شي چې بنسټ نه لري او په ناپوهۍ سره زموږ دود او دستور ته راغلي دي. باید له هغې څخه ځانونه وساتو او پر دې سربېره د عامي پوهاي له بېلا بېلو لارو د کليوالو خلکو ذهنونو ته دا خبره ورسوو چې خپلې مېرمنې، لوڼې او د کورنۍ نورې ښځینه غړې د د داسې رواجونو او عادتونو ښکار نه کړي چې زموږ په دین او کلتور پورې اړه نه لري.