
د مسلمانانو تر ټولو ستر مذهبي ځای کعبه شریفه د کرونا ویروس څخه د ښې مخنیوي په موخه عربستان هیواد تړلی وو، چي اوس ئې بیرته د مسلمانانو پر مخ پرانیستله او د ورتګ بندیز ئې لیري شو.
عربستان هیواد کعبه شریفه د تیري پنجشنبې په ورځ د سهار تر لمانځه وروسته د ټولو زیارت کوونکو او لمونځ کوونکو پر مخ وتړله.
عربستان د کعبې شریفي د بندښت موخه د نورو هیوادونو د عمره کوونکو کسانو لخوا د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی یاد کړ.
د مکې ترڅنګ عربستان مدیني ښار ته هم پر ټولو خارجیانو د سفر بندیز لګولی وو.
د کورونا ویروس خپرېدل د یوې اونۍ په جریان کې د سعودي عربستان ، بحرین ، عمان ، کویټ او قطر په ګډون ټولو عربي هیوادونو باندې هم اغیزه کړې، چي ټولي نړۍ ته ئې جدی ګواښ پېښ کړی.