لیکنه:بهار سمسور
هندی راوی شاستري د دې هېواد کریکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی(هیډ کوچ)دی،چې دنده یې له یو بریالي او غښتلي مدریت وروسته پای مومي،خو نوموړي بیا هم د هند کریکټ ملي لوبډلې سره د مشر روزونکي په حیث د بیا ځل لپاره د دندې اخیستو لپاره ځان نوماند کړی او په لس شارټ لېست کسانو کې راغلی و،خو نن دغه لس کسیز لېست په شپږ کسانو بدل او راوی شاستري د دې شپږ کسانو په سر کې قرار لري.
په دې شپږ کسانو کې د شاستري تر څنګ دوه نور هندي پیاوړي روزونکي لالچند راجپوت او روبین سېنګ هم شامل دي،خو د افغان لوبډلې ویسټینډیزی روزونکی پېلپ سیمنس، نیوزلینډی میک هسن،اسټرالیاوی ټام موډي هم په دې شپږ کسانو کې دي.
له دوی به د هندي کریکټ بورډ سي اې سي (کریکټ اډوایزر کومیټه ) چې مشري یې کپل ډیو کوي انټریویو واخلي او بیا به د دې شپږ کسانو له منځه یو د هندۍ لوبډلې د مشر روزونکي پر دنده وګمارل شي.
د معلوماتو پر بنیاد امکان دا زیات دی،چې اوسني د توپ وهنې،توپ اچونې او توپ نیونې روزونکي سانجې بینګار،بهارت ارون،ار سریدهار به له هندۍ کریکټ لوبډلې سره خپلو دندو ته ادامه ورکړې موده مخکې د مشر روزونکي راوي شاستري او لوبډلمشر ویرات کوهلي تر منځ د ستونزې د پیدا کیدو خبر ورکړل شوی و او زیات وخت پورې یې تر منځ اختلاف هم شتون درلوده،چې کوهلي تر ډېره د شاستري پر خلاف په بدلون ټینګار کوي،خو زیات احتمال شته،تر څو اوسنی مشر روزونکی راوي شاستري بیا هم خپله دنده تر لاسه کړي.
د بي سي سي ای په وینا،د هندۍ کریکټ لوبډلې لپاره د مشر روزونکي د ټاکل کیدو خبر به روانه اونۍ،یا هم د راتلونکي اونۍ په پیل کې خپور شي.