دغه ناروغ په ننګرهار کې د لمړنۍ درملنې وروسته د پاکستان رحمان روغتون ته انتقال شو.
د ناروغ سره تلونکي د کریم صادق فونډیشن غړي عاشق طاهري وویل هلته ورته ډاکټرانو ځواب ورکړ، چې درملنه یې په لمړیو کې ناشونې وښودل شوه، خو د مسلسل هڅو وروسته بریالي شول چې عملیات ترسره کړي.
د دوی په وینا په ناروغ کس کې بیلابېلې ناروغۍ تشخیص شوې وې، چې پکې یې ګردې او لړمون ( پړپوس ) هم د له مینځه تللو په حال کې و، خو د رب په مهربانۍ سره اوس ناروغ د روغ صحت خاوند شو.
د دغه کس او کورنۍ سره یې د همدردۍ په موخه د کرکټ ملي لوبډلې اوسنی لوبغاړی کریم صادق، پخوانی لوبغاړی هستي ګل عابد او ډله نور ځوانان او رسنۍ د هر کلي په موخه تر تورخم پورې ورغلي و.
سمین ګل چې د ژوند هیلې او امیدونه یې د ختمیدو په حالت کې و، بیرته د راستنیدو سره سم یې رسنیو سره په خبرو کې په ژړغوني غږ د کریم صادق د فونډیشن لخوا د خپلې درملنې مننه وکړه او و یې ویل د رب په مهربانۍ او د فونډیشن په مالي مرستې یې خپل نوی ژوند ترلاسه کړ.
د سمین ګل کوچنی ځوی هم د خپل پلار د هرکلي په موخه تورخم ته تللی و، چې د خپل پلار په لیدو یې د خوښۍ موسکا پر مخ وغوړیده.
ناروغ د بدرګې په ډول تر خپل کوره بچیانو ته ورسول شو او همدا راز د کریم صادق لخوا نه ورته د دوه نمرو ځمکې او کار وبار لپاره د یوې ریکشې د اخیستو زیری هم ورکړل شو.
د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي کریم صادق وویل، له دې خیریه کارونو یې هدف او پیغام غریبو او بې وزلو خلکو سره د مرستې لپاره دی او هم غواړي له دې لارې ټولو افغانانو ته د یوالي، ورورګلوۍ او مینې پیغام خپور کړي.
دا لمړی ځل نه دی، چې د کریم صادق د فونډیشن لخوا د غریبو او بې وزلو خلکو لاسنیوی کیږي، بلکې له دې وړاندې یې هم یو بلې کورنۍ ته، چې د کټې وټې یې څوک نه درلودل؛ په کوز کنړ ښیوې ولسوالۍ کې یو لنټري پوخ کور جوړ او ورته یې ډالۍ کړ.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by MH Themes