د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهوونکی کریم خان صادق، چې په دې وروستیو دوه کلونو کې یې د هېواد د کرکټ په ملي لوبډلې کې شتون نه درلود، بیرته د لوبډلې ملاتړ په موخه راستنیږي.
کریم خان صادق یاران سپورټ ته په خپلو خبرو کې خبر ورکړ، چې په نږدې راتلونکې کې د زیمبابوې خلاف سیالیو کې به ګډون ولري.
نوموړي وویل، خپلو وروستیو لوبو ترسره کولو ته په کتو باوري دی، چې یو ځل بیا به د کرکټ لوبو په ډګر کې په نوې بڼه را ظاهر شي.
پخوانی اوپنر لوبغاړی کریم خان صادق، چې په وروستیو کې د ښو لوبو د نه ترسره کولو له کبله د کرکټ ملي لوبډلې څخه لیرې پاتې شوی دی؛ د افغانستان د کورني کرکټ شپږیزې لیګ وروسته د فرسټ کلاس یا د لمړۍ درجې کرکټ څلور ورځینیو سیالیو کې هم د ټورنمنټ غوره لوبغاړی ونومول وشو.
کریم صادق د فرسټ کلاس سیالیو په ټورنمنټ کې د بوسټ زون لوبډلې لپاره ولوبید، چې د ۸۱۹ منډو جوړولو ترڅنګ ۱۹ لوبغاړي هم وسوځول او د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د ۲ شل اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د ۲۰۱۸ م کال د فیبرورۍ میاشتې د پنځمې نیټې څخه پیل شي.