کرکیټ بورډ ځاځي ته د کلیزي مبارکي ویلې، خو یو کس ورته جالیبه کمینټ کړی!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

وړمه ورځ د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تېز توپوهونکی حضرت الله ځاځی ۲۲ کلن سو او کرکیټ بورډ هغه ته پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د کلیزي مبارکي وویله، خو یوه کس ورته جالیبه کمینټ کړی.

د بصیر رحیمزي په نوم یوه هیوادوال دا ډول کمینټ ورکړی((پنځلس کلن وم فکر کوم نهم صنف کې وم له مکتب څخه کور ته راتللم تقريبا د ورځې لس نيمې بجې وې د کابل د اتمې امنيتي حوزې تر څنګ د کرکت جوړ شوي ميدانونه ول مونږ څو تنو ټولګيوال په همدې ميدان راتيريدلو چې ګورم پدغه ميدان شور جوړ وه خلکو ويل ټورنمنټ ده د حضرت ځاځي ورور چې دا براهيم چودري په نوم مشهور وه هغه دصلح په نوم د ټورنمنټ مسول وه.
ميترانه فرش به يې په سمنټي پيچ اوار او هارډ بال لوبه به يې کوله پدغه ټورنمنټ کې نوين الحق , امان الله , روښان بارکزی او حضرت هم لوبيدل هلته دا ټول تقريبا دوه ويشت کلن معلوميدل حضرت په يو بالر چې سياسي يې تخلص وه او خلکو به همدا نوم ورته اخيسته د نوبال په شمول اوه شپږيزي ووهلې.
له هماغه وخت را پدې خو همدا هلکان پيژنم دغه ده زه شپږويشت کلن شوم خو ددوې عمرونه په ټپه ولاړ دي او حضرت ايله اوس دوه ويشت کلن شو
کرکټ کې نو بيا د عمر سمې مزي دي
خو مونږ يې څه کوو چې نړيوال يې ورسره مني يوازې دې مونږ ته برياووې راوړي
کليزه دې اومبارک شه حضرتوو 🎂)).

inbound2890291877515693256 کرکیټ بورډ ځاځي ته د کلیزي مبارکي ویلې، خو یو کس ورته جالیبه کمینټ کړی!
هیوادوال زیاتره وختونه د کرکیټ ملي لوبغاړو پر عمرونو نیوکي کوي، خو د حضرت الله ځاځي پر عمر ډېرو نیوکه کړې.
د افغانستان کرکیټ ملې لوبډلي بی رحمه او تیز توپ وهونکی حضرت الله ځاځی وړمه ورځ ۲۲ کلن سو.
ځاځی د افغانستان په پکتیا ولایت کی په کال ۱۹۹۸ د مارچ په ۲۱ نیټه زېږېدلی دئ.
ځاځي خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د ایرلینډ په وړاندي په ۲۰۱۸م کال ترسره کړه او لومړۍ شل آوریزه لوبه ئې بیا په ۲۰۱۶م کال کي د متحده عربي آماراتو په وړاندي ترسره کړه.
inbound1826983685083841333 کرکیټ بورډ ځاځي ته د کلیزي مبارکي ویلې، خو یو کس ورته جالیبه کمینټ کړی!
دې لوبغاړي د افغانستان لپاره ۱۱ یو ورځنۍ او ۶ بیا نړیوالي شل آوریزه لوبي ترسره کړي، چي د شل آوریزه سیالیو په یوه لوبه کي ئې تر ټولو ډيري منډي ۱۶۲ دي.
په دې سره حضرت الله ځاځی د کرکیټ په نړۍ کي دوهم لوبغاړی دئ، چي په شل آوریزه سیالیو په یوه لوبه کي دومره زیاتي ۱۶۲ منډي جوړوي.
همدارنګه حضرت الله ځاځي د خپلي توپوهني په یوه لوبه کي ۱۶ شپږیزي وهلي دي او په دې سره په نړۍ کي لومړنی لوبغاړی دئ، چي په یوه پاڼۍ کي دومره زیاتي شپږیزي وهي.
inbound3881679925456977137 کرکیټ بورډ ځاځي ته د کلیزي مبارکي ویلې، خو یو کس ورته جالیبه کمینټ کړی!
دا ریکارډ اوس د حضرت الله ځاځي په نوم دئ او تر اوسه کوم لوبغاړی ندی توانېدلی، چي د شل آوریزه سیالیو په یوه پاڼۍ کي دومره زیاتي شپږیزي ووهي.
د دې ترڅنګ حضرت الله ځاځی دویم افغان لوبغاړی دئ، چي په نړیوالو شل آوریزه سیالیو کي سلیزه لري، خو په عموم کي لومړی افغان لوبغاړی دئ، چي ۱۵۰ منډي لري.
د افغانستان دا تکړه چپ لاستی توپوهونکی په شل آوریزه سیالیو کي درېیم نړیوال لوبغاړی دئ، چي په ۴۲ توپونو ئې چټکه سلیزه وهلې.