
د افغانستان کرکیټ بورډ خبر ورکوي، چي کرونا ویروس په افغانستان کي د نورو بنسټونو ترڅنګ کرکیټ بورډ ته هم مالي زیان اړولی، چي په همدې موخه به په روانه مې میاشت کي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي د روزونکو معاش ۲۵ سلنه راکم کړي.
په دې کي د ملي لوبډلي د سر روزونکی لانس کلونز، د توپوهني روزونکی ایچ ډي اکرمن او توپوهني د برخي مرستیال روزونکی نوروز منګل شامل دي.
لانس کلونز او ایچ ډي اکرمن دواړه روزونکي د سویلي افریقا هیواد دي. لانس کلونز په تېر ۲۰۱۹م کال په سپټمبر میاشت کي د ملي لوبډلي روزونکی او ایچ ډي اکرمن بیا د روان ۲۰۲۰م کال په جنوري میاشت کي د ملي لوبډلي د توپوهني روزونکی وټاکل شو.
د افغانستان کرکیټ بورډ اجرایوي مشر لطف الله ستانکزي د «ESPNcricinfo» سره په خبرو کي ویلي، چي د کرونا ویروس له امله د لوبو نشتون کرکیټ بورډ هم له مالي زیان سره مخ کړی او په همدې موخه د ملي لوبډلو د روزونکو معاش په روانه مې میاشت کي ۲۵ سلنه راکموي.
لطف الله ستانکزي وویل:
«موږ پرېکړه کړې، چي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي د روزونکو معاش په مې میاشت کي ۲۵ سلنه راکم کړو، که چیري موږ نړیوال کرکیټ پيل نه کړو او حالت همداسي دوام وکړي نو ممکن د روزونکو معاش راتلونکې جون میاشت کي ۵۰ سلنه راکم کړل شي، موږ به هڅه وکړو، چي تر هغه روزونکي له ځان سره وساتو، چي زموږ مالي وضیعت اجازه راکړي.»
ښاغلي ستانکزي د دې ترڅنګ د ESPNcricinfo» سره په خبرو کي ویلي، چي حالت ته په کتو راتلونکي کي به بورډ د افغان لوبغاړو د معاشاتو پر راکمولو هم غور وکړي.
هغه زیاته کړه:
«هغه مرستي، چي موږ له حکومت څخه ترلاسه کولې، هغه اوس د کرونا ویرس څخه د مخنیوي په موخه لګول کیږي. موږ سل سلنه نه یو باوري، چي د ۲۰۲۰م کال نړیوال شل آوریز جام دي ترسره سي، خو که ترسره نسي زموږ لپاره به یې پایله خطرناکه وي، نو موږ به بیا وروسته خپل پلانونه راتلونکي ۲۰۲۱م کال ته ونیسو.»
افغانستان په ۲۰۱۷م کال کي بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، چي له مخي یې آی سي سي افغان کرکیټ بورډ تر هر کال په میلیونونه ډالره ورکوي.
ستانکزي یې په اړه وویل، چي د کرونا ویروس له راتګ سره سم اوس آی سي سي هم یادي پيسې کمي کړي او د دې ترڅنګ هغه کمپنیو هم له دوی سره خپل قراردادونه لغوه کړي، چي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي د لباسونو په جوړولو کي یې مرسته کوله.
هغه د خپلو خبرو په وروستیو کي ویلي، چي روان کال د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لپاره سخت کال دئ، خو راتلونکی کال موږ ډېر کرکیټ لرو.