د افغانستان د کرکیټ بورډ ویاند فرید هوتک پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه ویلي، چي افغان کرکیټ ملي لوبډله راتلونکي کي د زیمبابې ملي لوبډلي سره د زیمبابې په کوربتوب ۵ شل آوریزه لوبي ترسره کوي.
فرید هوتک ویلي، چي د دې ترڅنګ راتلونکي کي افغان الف لوبډله د سریلانکا الف لوبډلي سره هم څلور شل آوریزه او څلور بیا یو ورځنۍ لوبي لري، چي دا لوبي بیا د سریلانکا په کوربتوب پلان سوي.
د کرکیټ بورډ ویاند د یادو سیالیو نېټه نده اعلان کړې، خو ویلي ئې دي چي نېټه ئې د کرونا ویروس له امله ځنډېدلې.
هغه زیاته کړه:
((د افغانستان او زیمبابې د ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو شل آوریزه نړیوالو سیالیو ترڅنګ به په نږدې راتلونکي کي د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ هم څلور شل آوریزه او څلور بیا پنځوس آوریزه لوبي ترسره سي. د دغو لوبو د نېټو رسمي اعلان ځکه ځنډول سوی، چي د کرونا خطرناکي ناروغۍ له امله هر څه په نړیواله کچه په ټپه ولاړ دي.))
فرید هوتک وايي، چي د زیمبابې او سریلانکا الف لوبډلو په وړاندي به دا لوبي په آسیا او نړیوال جام کي د افغانستان لپاره ګټوري تمامي سي.
د هوتک په خبره:
((دا لوبي به په آسیايي او نړیوال جام کي د افغانستان لپاره ګټوري تمامي سي. هېره دي نه وي چي د الف لوبډلي په ترکیب کي به ډیری ملي لوبغاړي شامل وي.))
د کرکیټ بورډ ویاند فرید هوتک په وروستیو کي دا هم ویلي، چي د یو شمېر نورو هیوادونو سره هم د دوه اړخیزه لوبو په موخه خبري سوي او راتلونکي کي به ئې په اړه معلومات خپاره سي.