ليکنه: سميع الله درانی
افغان کرکټ بورډ، د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد شهزاد قرارداد د دغې ادارې له اصولو د پرله پسې سرغړونو له امله د نامعلومې مودې لپاره وځنډاوه.
افغان کرکټ بورډ وایي، د اصولو له مخې، کله چې کوم لوبغاړی له هېواده بهر ځي نو باید له ادارې اجازه واخلي، چې محمد شهزاد د ادارې له اجازې پرته دغه چاره څو ځلې تکرار کړې ده.
د مسئولینو په وېنا محمد شهزاد له دې وړاندې هم دې ته ورته سرغړونې کړي، چې د ادارې د ډسپلین یا انظباطي کمېټې له لوري ترې د پوښتنو او ګروېږنو غوښتنه شوې، چې نوموړی ورته نه دی حاضر شوی.
نوموړی د کرکټ نړیوال جام پر مهال هم د سرغړونې له امله د جولای ۲۰ او ۲۵مه د ادارې د انضباطي کمېټې له لوري راغوښتل شوی و، چې نه دی حاضر شوی.
کرکټ په ټینګار سره وایي چې « د هغه په اړه به له اختر وروسته هم د انضباطي کمېټې له لوري ناسته وشي، قضیه به یې څېړل کېږي او وروستي جزیات به یې له ټولو هېوادوالو سره شریک شي».
کرکټ بورډ زیاتوي، اوسمهال په هېواد کې د کرکټ لوبغاړو لپاره د تمریناتو په ډګر کې هر ډول اسانتیاوې رامنځته شوي او لوبغاړي اړتیا نه لري، چې د تمریناتو په موخه نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
دا پرېکړه کرکټ بورډ وروسته له هغې کړې، چې شهزاد محمدي تازه د پېښور په یوه کرکټ اکاډومۍ کې د تمریناتو په حال کې لیدل شوی دی.