کرکټ؛ افغان ځوانانو بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د افغانستان او بنګله‌دېش له ۱۹ کلنو کم عمره ملې لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټیسټ لوبه ترسره شوه، چې پکې تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې بنګله‌دېش ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.

 

د یادي لوبې بشپړ حال

 

پچه بنګله‌دېش لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه، چې په خپله لومړۍ پاڼې کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړې. یاده پاڼۍ کې بنګله‌دېش ته مولا ۳۹، افتخار حسین ۳۷ او مهرو بیا ۲۸ منډې وکړې. ددې ترڅنګ د افغانستان لپاره په یاده پاڼۍ کې بلال سمیع پنځه، اظهار‌الحق نوید څلور او کامران هوتک بیا یو بنګله‌دېشی لوبغاړی وسوځاوه.

 

افغان لوبډلې بیا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۱ منډې جوړې کړې، چې د بنګله‌دېش د لومړۍ پاڼې له منډو یې ۱۱۹ منډې مخکې والی ترلاسه کړ. د افغانستان لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې بلال سعیدي ۱۱۴، کامران هوتک ۶۶ او فیصل خان احمدزي بیا ۳۹ منډې جوړې کړې.

 

بنګله‌دېش لوبډلې په خپله دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۸ منډې وکړې، چې نبیل ورته ۷۶، مولا ۴۰ او مهروب بیا ۳۰ منډې وکړې. دا چې دوی ته د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ ۱۱۹ منډې پاتې د هغې له خلاصولو سره افغان لوبډلې ته یې د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه؛ په افغان توپ اچونکو کې اظهار الحق نوید څلور، بلال سمیع درې، ننګیال خروټي دوه او ذاهدالله سلیمي بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

 

د افغانستان ځوانې لوبډلې د ټاکلي هدف ترلاسه کولو په موخه خپله دویمه پاڼۍ توپ وهنه پیل کړه او د اوو لوبغاړو په سوځېدو یې ټاکلی هدف پوره او د بنګله دېش لوبډلې ته یې د درې ویکټو په مټ ماتې ورکړه؛ د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې بلال سیدي ۵۴ او کامران هوتک ۲۰ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.

 

بلال سیدي د غوره توپ وهنې پر مټ د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

 

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د ځوانانو په کچه رسمي ټېسټ لوبه ترسره کړه او بنګله دېش یې له ماتې سره مخ کړ.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.