
کرونا ویروس د تېر ۲۰۱۹ په وروستیو کي د لومړي ځل لپاره د چین په ووهان ښار کي پيداشو او له هغه وروسته اوس ټولي نړۍ ته خپور شوی.
ملګري ملتونه وايي، چي کرونا ویروس د یمن هیواد په عدن ښار کي د نړۍ تر ټولو ډېر کسان مړه کړي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، چي کرونا ویروس هیڅ یو هیواد دومره ندی ځپلي لکه یمن.
هغه وايي، چي د کرونا ویروس له امله ۷۰ سلنه کسان د یمن هیواد په عدن ښار کي مړه کیږي.
ملګرو ملتونو په یمن کي حالت دردونکی بللی او زیاته کړې یې ده:
«ډېر ژر به نړیوال کنفرانس په دې اړه جوړ شي. هیله لرو چي نړیواله ټولنه د یمن هیواد سره یو لاس شي او د دې هیواد سره په هره برخه کي مرسته وکړي، تر څو له کرونا ویروس څخه په امان کي شي.»
د روغتیا نړیوال سازمان د مارچ میاشتي په ۱۳مه نېټه کرونا ویروس یوه نړیواله اوبا اعلان کړه.
د دې سازمان د وروستیو معلوماتو له مخي تر اوسه په ټوله نړۍ کي ۵.۵ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي.
له دې ډلي ۳۴۹ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.