کرونا ویروس د افغانستان ورزشي لړۍ هم ودروله!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست نن د شنبې په ورځ په یوې خپره کړې اعلامیه کي ویلي، چي په ټول هیواد کي د کرونا ویروس له امله پر ورزشي لوبو بندیز ولګېد.
د شنبې په ورځ په کابل کي د هیواد د بدني روزني عمومي ریاست مسئولینو په خپلو کي دې اړه یوه ناسته وکړه، چي په پایله کي ئې د کرونا ویروس له امله ټولي ورزشي لوبي د نامعلوم وخت لپاره لغوه سوې.
په یاده اعلامیه کي د بدني روزني ریاست ټولو مسئولینو په مرکز او د هیواد په ټولو ولایتونو کي د ورزشي مسئولینو څخه غوښتني، چي یاده پرېکړه د مرکز ترڅنګ په ټولو ولایتونو کي تطبیق کړي.
د افغانستان بدني روزنې ریاست او د المپیک ملي کميټې دغه پرېکړه داسې مهال کېږي چې افغانستان کې د کرونا وېروس لس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په ټولو هیوادونو کي د دې ویروس له امله هر ډول ورزشي لوبي یا هم لغوه سوي، یا ځنډول سوي او یا هم د مینوالو پرته ترسره کیږي.