ژباړه او راټولوونه
کرونا چې یوه جدي ناروغي او ویروس دی، چې اوسمهال ډېری انسانان ورباندې اخته شوي او له دې ویروس رنځ وړي، دا ناروغي سربېره پر نورو ستونزې نوري اروایي ستونزې هم پیدا کوي.
له همدې کبله په لومړیو کې د اضطراب او ژوړ خفګان لامل کیږي، ځکه چې د نورو ناروغیو په څېر اروایي او بدني اړخونه لري.
موږ ډېري د کرونا په هکله سم معلومات نه لرو او نه هم سم پېژنو او په دې هم نه پوهېږو چې څنګه به درملنه کیږي، له همدې کبله موږ ته ژوړ خفګان پیدا کیږي او په هکله ډېر فکر کوو.
دا ویروس په ډېر هېوادونو کې د ګډوډي او اروایي ناروغي سبب شوی.
موږ هره ورځ ګورو چې څومره وګري د دې ناروغي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، دا وېره زموږ زړه کې هم پیدا کیږي، چې دا د اروایي ستونزې سبب کیږي.
دې ویروس کې موږ ته منفي فکرونه پیدا کیږي او له غمونو سره مو مخ کوي.
ډېر کسان د کرونا ویروس په سمه ارزونه کې ستونزه لري، که دا سمه و ارزول شي او ښه وپېژندل شي نو موږ ته هیڅ ډول اروایي ستونزه نه پیدا کیږي.
هر څومره موږ خپل ذهن ویروس خواته بوخت وساتو هغومره زموږ ذهن باندې فشار راځي چې دا موږ ته اضطراب پیدا کوي.
که موږ اضطراب او اسټرس پیدا کړو، د پرېکړې وړتیا مو لمنځه ځي، د هیجاناتو کنټرول له لاسه ورکوو او بدن مو له کمزورتیا سره مخ کیږي.
کرونا ویروس ټولو انسانانو ته تشویش پیدا کوي، چې خپله تشویش اروایي ناروغي رامنځ ته کوي، که موږ ته اروایي ناروغي پیدا شوه نو اړینه ده چې لومړۍ خپل اروایي ستونزې ته پام وکړو کنه نو دا ویروس موږ ته ډېر زیان رسولی شي.
هغه ناروغان چې په کرونا ویروس اخته شوي او روان یې خراب دی همدا ډار، وېره، اضطراب او اسټرس یې سبب دی نو همدې لپاره باید هڅه وکړو چې خپل د ډار مخنیوی وکړو.
په کرونا ویروس کې ډار د بدن مقاومت ښکته راولي، وېره د حل لاره نه ده او نه د ناروغي څخه مخنیوی کولای شي.
ډار د دې سبب کیږي چې موږ ټسټ ونه کړو او منفي باورونه رامنځ ته کوي.