لیکنه: ساحل اسد
څومره خلک په نړۍ او په خاصه توګه په افغانستان کې په کرنه بوخت دي؟
کرنه چې د زراعت او بزګرۍ په نامه هم يادېږي.
ټول هغه اقتصادي فعاليتونه چې د څارويو بوټو او نورو ژونديو موجوداتو د روزنې څخه د غذا, فايبر, درملو او داسې نورو محصولاتو د لاسته راوړلو څخه عبارت ده.
چې انسان ته د ژوندي پاتې کېدو او ژوند تېرولو لپاره اړين بلل کېږي.
نن سبا د نړۍ يو پر دريمه خلک په کرنه بوخت دي، چې دغه خلک په نړۍ کې د ۷۰% فیصده خلکو لپاره خواړه برابروي.
په پخوا وختونو کې تر صنعتي انقلابه پورې خلکو به کرنه يوازې د ځان، اوسېدو او ژوند لپاره کوله نه د تجارت او ګټې لپاره چې ددوی تر ټولو لويه ستونزه هم د پرمختللو او ښو وسايلو نه شتون وو.
مګر په نننۍ نړۍ کې د نورو برخو سربېره د کرنې برخې هم ډير پرمختګ کړی.
د ښو وسايلو شتون د بزګرانو سره مرسته کوي تر څو په ډېر اسانۍ سره خپلې ځمکې وخړوبوي او حاصل ورڅخه لاسته راوړي.
همدا رنګه د داخلي او خارجي بازارونو رامنځته کېدل چې په اوس وخت کې بزګران په ډيرې اسانۍ سره کولی شي يو څه واخلي او وپلوري او ګټه لاسته راوړي.
کرنه د يوه هېواد په اقتصاد کې مهم رول لوبوي هغه هېوادونه چې پرمختللی اقتصاد لري. ددوی د پرمختګ عمده او يواځینۍ لاره کرنه ده.
ځکه په کرنې سر کولای شي هغه خلک چې له بېوزلۍ او بې کارۍ سره مخ دي کولای شي هغوی ته د کرنې له لارې د کار زمينه برابره کړي هغه خواړ او فايبر چې د بزګرانو په کښت او زيار سره لاسته راځي عبارت دي له سابو, مېوي, مساله جات همدارنګه فايبر لکه پښتۍ, وړۍ, کنف, وریښم, کتان او داسې نور…
کرنه په افغانستان کې:
کرنه د افغانستان د جغرافيايي جوړښت له امله يو خاص اقتصادي ارزښت لري.
په افغانستان کې کابو ۷۵ تر ۸۵ سلنه خلک په کرنه بوخت دي چې دوی نه يوازې د ځان بلکې د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول لوبوي. هغه خلک چې په کليو او بانډو کې ژوند کوي. د کرنې په وسېله د ځان او کورنۍ لپاره خواړه برابروي نو له همدې امله دوی يو هوسا او ارامه ژوند لري. کرنه په افغانستان کې په مهمو برخو ويشل شوې چې مهمې برخې يې عبارت دي له مالدارۍ, د غواګانو روزنه, د بزو روزنه, بڼوالي, د پسونو ساتنه, د میوو سبزيجاتو او غله جاتو تولېد څخه عبارت دي.
د کرنې لرغونتوب په افغانستان کې:
افغانستان يو لرغونی هېواد دی چې د قره قمر او د باميانو د چهلستون غارونو د شواهدو په اساس ويلی شو چې ۲۰۰۰ کاله مخکې له ميلاد څخه د افغانستان جامعې شتون درلود. نو له همدې امله له ميلاد څخه ۲۰۰۰ کاله مخکې کرهڼې په افغانستان کې شتون درلود.
ځينې پوهان وايي موږ او تاسې پوهېږو چې د افغانستان پخوانی نوم اريانا و او (ار) په معنا د کرنې دی او (ارين) د کروندګر او بزګر په معنا دی نو په همدې اساس افغانستان کې کرنه د اريايانو له وخت څخه تر اوسه پورې دوام لري.