کاناډا کې نا اشنا مغزي ناروغي پیدا شوې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د کاناډا لسګونه وګړي پر داسې یوه نا اشنا مغزي ناروغۍ اخته شوي چې متخصصین ورته حیران پاتې دي.

دا ناروغي په دغو وګړو کې د وهم، غاښ ماتېدو، د عضلاتو منقبض کېدو او حافظې له لاسه ورکولو لامل شوې ده.

متخصصین او څانګوال یې وایي چې داسې ناروغي نه پېژني او نه یې تر اوسه لیدلې وه.

د کاناډا په نیوبرونیسوېک کې، لږ تر لږه دري څلوېښت کسه پرې اخته شوي دي.

د کاناډا روغتیایي چارواکي وایي چې له ۲۰۱۵ز را په دېخوا چې لومړنۍ پېښه یې ثبت شوې، تر اوسه یې پینځه کسه وژلي دي.

پر مغزي ناروغیو د څار شبکې رییس، مایکل کالوټ هارټ، ګارډین خبرپاڼې ته ویلي په تېرو شلو کلونو کې موږ داسې ناروغي نه وه لیدلې چې دومره عوارض دې ولري.

دا ناروغي هغه وخت افشا شوه چې کاناډا راډیو داسې سند موندلی و چې د دې ایالت روغتیایي ادارې ځایي روغتیاپالانو ته وراستولی و.

په دې سند کې ډاکټرانو ته ویل شوي و چې په نورو مغزي ناروغیو کې د دې ناروغیو ورته والي پام وساتي.

لومړنی ناروغ یې:
علییر ماریرو، د عصبي ناروغیو متخصص چې د دې ناروغۍ د اړوندو څېړنو رهبري کوي وایي چې دې ناروغانو د عضلاتو له درده شکایت کاوه، د عضلاتو درد په ډېریو ناروغیو کې مشترکه نښه ده؛ نو ځکه ډاکټرانو چندان جدي نه وه ګڼلې.
خو د اتلسو او شپږ دېرشو میاشتو په بهیر کې دا ناروغي د دې لامل شوه چې خلک هېرجن شي، عضلات یې له منځه لاړ شي، بېځایه خبرې وکړي او غاښونه یې مات شي.

ځینې ناروغانو ته وهم پیدا کېده، دوی به داسې فکر کاوه چې پر مخ یې خزنده ګرځي؛ خو هېڅ شی به هم نه و.

متخصصین وایي چې موږ بېلابېلې معاینې وکړې. د ماغزو انځورونه مو واخیستل، د نخاع اوبه مو وکتلې، سمي معاینې مو هم وکړې, څو جوته شي چې دا د کومې بلې پېژندل شوې ناروغۍ اړونده ده که نه.

د ځواب موندلو هڅې:
د بېلابېلو هېوادونو ډاکټران او څېړونکي په ګډه کار کوي چې د دې ناروغۍ آر لامل ومومي.
هغوی حتا سیمه ییز ځایونه هم ګوري.

د دې ناروغۍ اصلي لامل لا نه دی معلوم شوی او څېړنې پرې روانې دي.