
د کابل په شهر نو سیمه کي د ټایمز په نوم یو روسټورانټ د لومړي ځل لپاره له روباټ څخه دګارسون(کارکونکي) په توګه استفاده کوي.
د یاد رسټورانټ مسئولین وايي، چي دا ګارسوني ربوټ کولای سي په سم ډول د مشتریانو فرمایش د رسټورانټ تر منېجره او بیا تر مشتریانو پوري هر ډول خواړه او نور څېزونه ورسوي.
د ټایمز په نوم کابل کي د یاد رسټورانټ مسئول محمد رفیع شېرزاد وايي ځیني کورنۍ نه غواړي، چي اولادونه ئې د یوه هوټل ګارسوني وکړي، چي په همدې آساس ئې دا ربوټي ګارسون پيداکړی.
د شیرزاد په خبره، چي له ربوټه ګټه اخیستل یوه داسي ټکنالوجي ده، چي سهولتونه رامنځ ته کوي.
شېرزاد زیاته کړه تراوسه هیڅ د هوټل کارمند د رباټ له امله له دندي ندی لیری سوی، بلکي د دې رباټ څخه ګټه اخیستنه یوازي او یوازي د بازار موندني او نوي والي په خاطر ده.
یاد مسئول وايي، چي په رسټورانټ کي ئې د پخوا په پرتله مشتریان ډېر سوي.
د ټایمز په نوم یاد رسټورانټ ته ورتلونکي مشتریان بیا وايي، چي دا لومړی ځل دی د کابل په یوه رسټورانټ کي ربوټي ګارسون ګوري.
دوی وايي، چي د یاد رسټورانټ توپير له نورو سره په دې کي دئ، چي دلته یو روباټ د مشتریانو په خدمت کي دئ.
معلومات ښيي، چي دا ربوټي ګارسون د یاد رسټورانټ له لوري دوې میاشتي مخکي په چین هیواد کي جوړ سوی.
له دې ربوټي ګارسونه پر داسي مهال کار اخیستل کیږي، چي ۹ میلیونه هیوادوال مو له بیکارۍ سره مخ دي او ممکن له ربوټونو څخه کار اخیستل د ډيرو خلګو اندېښنې راپورته کړي.