ليکنه: صابرحميدي
د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال دا جام لومړنی ځل دئ، چي د افغانستان په تاریخ کي د ۸ لوبډلو ترمنځ پېلیږي، چي پکښي ۶ ولایتونو او دوو لوبډلو بیا د کابل څخه ګډون کړی.
د افغانستان فوټبال فدراسیون سرپرست یوسف کارګر د یادو لوبو د پیل په مراسمو کي وویل، دا لومړی ځل دئ، چي په افغانستان کي د ښځو لپاره دا ډول ستري سیالۍ جوړیږي.
هغه زیاته کړه « د خوشحالۍ ځای دئ، چي زموږ ښځينه فوټبالرانو دا موقع ترلاسه کړه، چي ولایتي لوبو کي ولوبیږي او د نورو ولایتونو د لوبغاړو په وړاندي سیالۍ ترسره کړي. په راتلونکو کلنو کي به د نورو ولایتونو ښځينه لوبغاړي هم په یادو سیالیو کي ګډون وکړي. نن ورځ د ښځینه فوټبالرانو لپاره یوه شروع ده او موږ ئې د پراختیا په هڅه کي یو»
د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي په دې سیالیو کي د پروان، بامیان، سرپل، غور، هرات او بلخ ولایتونو ترڅنګ دوو لوبډلو د سنګر او اسپورټ په نوم د کابل ولایت څخه ګډون کړی.
د دوی په خبره، چي دا لوبډلي په دوو ګروپونو وېشل سوي، چي په لومړي ګروپ کي د کابل سنګر لوبډله، پروان، بامیان او سرپل، خو په دوهمه ګروپ کي بیا د کابل اسپورټ لوبډله او غور، هرات او بلخ لوبډلي شتون لري.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کي پرون سې شنبه د کابل سنګر لوبډلي سرپل ولایت ته ۷ ګولونه پر ۰ سخته ماته ورکړه او په دوهمه لوبه کي بیا بامیان ولایت ۵ ګولونه پر۰ پروان ته سخته ماته ورکړه.