کابل کي د هنډبال ساحلي لوبي پايته ورسېدې.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: صابرحميدي
د مسئولنیو په خبره تېره چهارشنبه د کابل بدني روزني عمومي ریاست په ورزشي لوبغالي کي د هنډ بال ساحلي لوبي پيل سوې وې، چي موخه ئې ورڅخه ملي لوبډلو ته د غوره لوبغاړو موندل وه.
د دې سیالیو اتلولي د کابل کلپ په نوم یوې لوبډلي خپل کړه.
74840582 2375407746103013 3642205320106737664 n کابل کي د هنډبال ساحلي لوبي پايته ورسېدې.
د افغانستان د اُلمپیک ملي کمېټې له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي په دې سیالیو کي د کابل ښار د بیلابیلو سیمو څخه ۷ د هنډ بال ساحلي لوبډلو ګډون کړی وو، چي په ۶ ورځو کي ئې یو د بل په وړاندي لوبي ترسره کړې.
د یادي خبرپاڼي په حواله د ګډونوالو ۷ ټیمونو څخه ۱۰۰ نوي ځوانانو او لویانو لوبغاړو ګډون کړی وو، چي په یادو دوو کټګوریو کي ملي لوبډلو ته د انتخابېدو په موخه ولوبېدل.
75561515 2432914740315384 1084850159910649856 n93 کابل کي د هنډبال ساحلي لوبي پايته ورسېدې.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د یاد ټورنمنټ څخه تکړه لویان لوبغاړي افغان هنډ بال ملي ټیم ته او تکړه ځوان لوبغاړي بیا افغان هنډ بال ۲۳ کلني ملي لوبډلي ته غوره سول.
د ګډونوالو لوبغاړو څخه ۱۴ تنه افغان ملي ټيم ته او ۱۴تنه بیا افغان ۲۳ کلني ملي لوبډلي ته انتخاب کړل سول.