
ليکنه: مدثر دعوت
د شپږيزي کريکټ ليګ پنځمه لوبه د کابل بازانو او سپين غر پړانګانو تر منځ وه.
د لوبي پچه د د کابل بازانو وګټله او د توپوهني پريکړه يې وکړه.
د کابل بازانو په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۹ لوبغاړو په سوځيدو ۱۳۰ منډي هدف وټاکی.
کريم جنت ۴۵، اصغر افغان ۱۶ او محمدسردار ۱۴ منډي وکړې.
د سپين غر پړانګانو لپاره حميدحسن او شاهدالله کمال دوې دوې ويکټي، ظاهرخان يوه او کريم خان صادق ۳ ويکټي ترلاسه کړې.
که څه هم کابل بازانو ډير کم هدف ټاکلی وو خو سپين غر پړانګان په توپوهنه کي ښه ونه ځليده.
د سپين غر لپاره نجيب الله ترکي ۲۵، کريم صادق ۲۱ او شاهدالله ۱۸ منډي وکړې.
د کابل توپ اچوونکو چيتارا،اميرحمزه او سمیع الله شينواري يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه ،کريم جنت ۲ او وقارسلام خيل ۳ ويکټي ترلاسه کړې.
د سپين غر ټوله لوبډله په ۱۱۲ کي منډو وسوځيدله او لوبه کابل بازانو د ۱۷ منډو په توپير وګټله.
کريم جنت د لوبي د غوره لوبغاړي جائزه وګټله.
سبا سهار ۰۹:۳۰ بجې بند امير او آمو نهنګان سره مخ کيږي.