ښځه پر خاوند کوم حقوق لري؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ليکنه او راټولونه

په خاوند باندې د ښځې حقوق دا دي چې خاوند ښځې ته نفقه ورکړي او د استوګني لپاره ځای او له خپل توان سره سم د ژوند نورې اړتیاوې برابرې کړي.

خدای پاک په قران کې فرمایي: د ماشوم د مور نفقه او پوښاک له دستور سره سم د ماشوم په پلار باندې ده.

په خاوند باندې د ښځې له حقوقو څخه یو حق دا هم دی که چېرې یو سړی دوه ښځې ولري، نو مهمه خبره د دواړو ښځو ترمنځ د عدل او انصاف ټینګول دي. دا سړۍ باید دواړو ښځو ته په یوه سترګه وګوري، د دواړو حقوق په یو شان تامین کړي، د نفقې او جامو په ورکولو کې له مساوات او برابرۍ څخه کار واخلي.

ښځې ته دې د تېر وخت تېروتنې او نیمګړتیاوې نه ور یادوي او نه دې د پخوانیو تېروتنو له کبله ور پورې خاندي. له دې ډول سپکاوي او خندونو څخه د درېیم کس په مخکې په کلکه ځان وژغوري.

پر دې سربېره خاوند باید د ښځې نور حقونه هم ور پر ځای کړي لکه:

ښځې ته د استوګنې د ځای برابرول، د ښځې د خوشالۍ لپاره توجه کول، د خپل ژوند د ملګرې په حیث احترام کول، د مور/ پلار او خپلوانو درناوی کول، ځان پر ښځه باندې اوچت نه ګڼل، په هر کار کې له ښځې سره مشوره کول، د ښځې پر ځای فرمایشونه پرځای کول، خپل رازونه او اسرار نه ښکاره کول، له ښځې سره ښه چلند کول، په لطف او شفقت خبرې کول، د ښځې معقولې خبرې منل، احترام کول، کله چې ښځه غواړي پلار کره لاړه شي مخالفت نه کول، له ښځې سره د ژوند د چارو پرمخ وړلو کې تفاهم لرل، د ښځې په غم او شادی کې ځان شریکول، د کور کار کې مرسته، د اولاد په تربیه کې تفاهم ته رسېدل، د دې پر ځای چې یوازې ځان خاوند وګڼي باید یو ښه ملګري هم وي، د ښځې رضایت حاصلول، مور پلار ته درناوۍ او تر ټولو اړینه خپل ښځې سره مینه کول او په هر حالت کې باید ریښتني اوسي او یو بل سره ډېر وخت تېر کړئ.

که دا هر څه یو خاوند مراعات کړي او دا حقونه پر ځای کړي نو هېڅکله ددوی ترمنځ ستونزې نه رامنځته کیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.