د ښه او ارام خوب لپاره ؛ خوب ته چمتو اوسئ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

• کله ناکله ستاسو اندېښنې تاسو له ویده کیدو منعه کوې، نو ښه داده چې تر ویده کیدو دمخه خپلې ټولې اندېښنې پر یو کاغذ یې ولیکئ، په دې توګه تاسو کولی شئ د یو شي په اړه اندېښنه کول سبا ته وځنډوئ. همدارنګه هغه کارونه چې فکر مو مشغول ساتي هم پر کاغذ یاداشت کړئ. له دې سره به تاسو خپل ‌ذهن ته یو ډول د ویده کیدو اجازه ورکړئ.
• خوب ته تر تلو لږ تر لږه نیم ساعت مخکې د موبایل، کمپویټر او تلویزون له سکرین لرې شئ او مه یې کاروئ. د سکرین روښنايي په وجود کې د میلاتونین هورمون تولید کموي. ددې هورمون ډیره ترشح خوب سره مرسته کوي او خوب راوړونکی هورمون دی.
• له ویده کیدو مخکې ښه داده چې یو اسانه او ستاسو د طبعې پر موضوع، د کاغذي کتاب څو پاڼې په یو څه تته رڼا کې ولولئ. دا ستاسو د فعال ذهن په ویده کیدو کې مرسته کوي.
• له روښنايي څخه ورو ورو د تیارې خواته ولاړ شئ. داسې چې که یو ساعت وروسته ویده کیږئ ښه داده چې اوس د کور له دوو درې څراغونو یو ګل کړئ.
• همداسې لږ وروسته بل ګل کړئ او کله چې د خوب کوټې ته ځئ نو ښه ده چې کوټه ښه تیاره و اوسي.
• تر ویده کیدو مخکې، ځان او هغوی ته چې پرې خپه کیږئ دعا وکړئ او دا چې په یو ارام ځای کې د خوب فرصت لرئ د خدای شکر وباسئ. دا به درته ډاډ او سکون درکړي چې د ښه خوب لپاره ضرور دی.
• هڅه وکړئ تل په یو ټاکلي وخت ویده او په یو ټاکلي وخت له خوبه پورته شئ. دا به ستاسو د وجود د خوب طبیعي ساعت فعال وساتي چې د ښه خوب کولو لپاره مهم دی. او هر وخت به په اسانۍ ویده کیدای شئ.
• موبایل ټیلفون له ځانه لرې کیږدئ. او که د کوم عاجل ټیلفون په تمه نه یئ نو ګل یئ کړئ. شپه د ارام لپاره ده، ښه داده چې په دې موده کې له نړۍ سره اړیکې تر سهاره پورې پرې کړئ. همدارنګه د موبایل سکرین که ګل هم وي یو ډول بیدارونکي وړانګې لري چې خوب مو خرابوي نو ښه ده چې درڅخه لرې و اوسي.