ښه خبر؛ تر دوو میاشتو ځنډ وروسته نن د فوټبال لوبي پيلیږي!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د کرونا ویروس له امله له تیرو دوو میاشتو راهیسي د فوټبال ترڅنګ ټولي ورزشي لوبي یا هم ځنډېدلي او یا هم لغوه سوي، خو اوس نن شنبه په جرمني کي د فوټبال لوبي پېلیږي.
د جرمني د فوټبال لومړی درجه لیګ(بونډیسلیګا) تر دوو میاشتو ځنډ وروسته نن شنبه(مې ۱۶مه) یو ځلي بیا پېلیږي، خو دا پېلېدل به یې د پخوا په ډول نه وي.
دا لوبي به په لوبغالي کي له نندارچیانو پرته ترسره سي او هره کلب به په یوه لوبه کي د ۵ لوبغاړو د تبدیلېدو اجازه ولري.
ټاکل سوې د دې لیګ د بیا پېلیدو لومړۍ لوبه نن ماښام ۶ بجې بورسیا دورتمند د شالکې فوټبال لوبډلي په وړاندي ترسره کړي.
د دې لیګ یوه بله مهمه لوبه بیا سبا یکشنبه ماښام ۸:۳۰ بجې بایرن مونیخ د یونیون برلین په وړاندي ترسره کوي.
د اسپانیا، انګلستان، فرانسې، ایټالیا او جرمني هیواد د فوټبال لومړی درجه لیګونه هغه لیګونه دي، چي په ټوله نړۍ کي ډېري قوي لوبډلي لري او ډېر مینوال لري.
ټاکل سوې، د جرمني تر لیګ وروسته، د رواني مې میاشتي په وروستیو او یا هم د جون میاشتي په پيل کي د اسپانیا، انګلستان، فرانسې او ایټالیا لیګونه هم پیل سي.
دې لیګونو کي ګډنوالو لوبډلو تېره اونۍ کي خپل تمرینونه پيل کړي دي.
د نوري نړۍ ترڅنګ په افغانستان کي هم د فوټبال زیات شمېر مینوال د لوبو بیرته پیلېدو ته شېبې شماري.