ژباړه: مریم محمدي
دا چې ښه انسان څوک دی؟ ارواپوهان د دې ځواب وايي:
– ښه انسان هغه چاته ویل کیږي چې خپل شا او خوا خلکو ته یې ضرر نه رسږي، همدارنګه شتون یې نورو ته انرژي ورکوي.
– ښه انسان د دې پرځای چې هر وخت نیوکه وکړي، تل نور خلک ښو کړنو ته تشویقوي.
– ښه انسان د دې پر ځای چې منفي فکر وکړي، تل د نور په اړه مثبت افکاري لري.
– ښه انسان د دې پر ځای چې کبرجن وي، ډیر مهربانه او اخلاص لري.
– ښه انسان د دې په ځای چې ځان غوښتونکی وي، د نورو په شتون په هر ځای او هره کامیابي خوشاله وي.
– ښه انسان تل ښکلاوي ګوري او د هغو یادونه کوي.
– ښه انسان ښه اخلاق لري، همدارنګه د نورو د خوښۍ لپاره بیلا بیلې کړنې ترسره کوي.
– ښه انسان خوښونکی وي، کړنې یې له درناوي ډکې وي، چې کولای شئ پرې باور وکړئ او ورسره د ارمتیا احساس ولرئ.
– ښه انسان کتټرول ته اړتیا نه لري، بدلون نه مومي، هره ورځ په یو رنګ وي.
– د ښه انسان کړنې تاسو ته خوښۍ درکوي، په حقیقت کې تاسو هغه څه چې یاستئ، له هغې ډیر د ښه والي احساس کوئ، کله چې ښه انسان له تاسو سره نه وي، نور خلک ستاسو حقیقت درکوي، چې تاسو له څه ډول خلکو سره لوی شوي یاست.
– د ښو انسانانو د اړیکو ساتنه وکړئ او په خپل ژوند کې د هغو شتون ته پام وکړئ، خو متاسفانه داسې خلک هم شته چې ټول کار یې د نورو په اړه منفي گرایي یعنې بد فکري کوي، دسیسې جوړوي، ځان غوښتونکي وي، دا خلک بیا ځان ته ښه خلک هم وایي، نه هیڅ کله نه، دا نه یوازې دا چې د ځان لپاره ښه خلک نه دي، بلکي د ټولنې په درد هم نخوري.
منبع: مشاور زنده گی