
ژوند يو رنګ نه دی.
بېلابېل رنګونه لري.
د خوښيو، غمونو، دردونو، خوږو- ترخو، لوړو، ژورو، ښو، بدو، خندا او ژړا د دې ټولو ټولګه ده.
موږ مجبوره يو، چي د دې هر څه خوند به ګورو.
د سهار په تمه به شپه تېروو.
د سپرلي لپاره به خزان زغمو.
د ګټي په خاطر به تاوان ته غاړه ورکوو.
د کاميابۍ لپاره به ناکامي منو.
د وصال لپاره به هجران ګالو او د خندا لپاره به ژاړو.
نه ټول عمر غم وي، نه ټول عمر خوښي.
نه همېشه سپرلی وي، نه همېشه خزان.
څوک چي همېشه خوښي او کاميابي غواړي، هغه د کاميابۍ او خوښۍ په خوند نه پوهېږي.
څوک چي وايي: همېشه دي سپرلی وي؛ له طبيعته خوند نشي اخيستای، همدغه خزان دی، چي د سپرلي قدر راښيي او ناکامي ده، چي د کاميابۍ په خوند مو پوهوي.
درد، غم، ستونزه، کړاو په دې معنا نه، چي موږ پکي ورک شو؛ بلکي د دې لپاره چي ځان پکي ثابت وساتو.
خام پاته نشو، ځان پکي پوخ کړو.
شپه که توره او تياره ده، خو ستوري او سپوږمۍ ښه پکي ځلېږي.
ـــــــــــــــــــــ

