امریکايي پوځي او د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی مشر ډیویډ پېټریس وایي طالبان یوازې دا غواړي چې امریکایي عسکر له افغانستان ووځي او د دوی زندانیان له بنده خوشي شي.
نوموړي په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی او په دې باور دی چې طالبان د سولې په برخه کې ناغېړي کوي.
هغه ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالی د کمولو لپاره نه بلکې د خپلو زندانیانو د خوشي کولو او همدا راز له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره هوکړه لاسلیک کړې ده.
بلخوا د په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر هم د امریکايي ځواکونو ایستل خطرناک اقدام بللی دی.
د هغه په وینا که امریکایي حکومت د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي نو په افغانستان کې به د خونړۍ جګړې له امله ناورین رامنځ ته شي.
په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي تېره شپه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.
د کربي په خبره په افغانستان کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.
د هغه په وینا د سولې له خبرو سره هممهاله ټاکل شوې وه چې تاوتریخوالی کم شي، خو اوسنی روان تاوتریخوالی ښيي چې وضعیت کړکېچن دی او افغانان د جګړو له ډېرېدو اندېښنه لري.
پنټاګون تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ ده خو په دې تړاو یې خپل اقدامات نه دي روښانه کړي.