ډیسمبر، اوږدې شپې، لنډې ورځې او شاعرانه کیفیات

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د مهرتاج لیکنه
هغه ته ووایه خزان هم راغی ته هم راشه
د دسمبر میاشتې سړه هوا دې ډېر يادوي
(ژباړه)
د ډیسمبر د میاشتې په پای کې یوو، او په همدې میاشت کې زما په بیلابیلو کلتورونو کې د ژمې ددې سړې میاشتې په اړه انګیرنو او ددې میاشتې شاعرانه کیفیاتو ته پام شو.
ځینې په دې باور دي چې ډیسمبر میاشت ځکه سړه میاشت ده، چې مجرده ده. دا یوازې یوه انګیرنه ده خو ډیسمبر په بیلابیلو کلتورونو کې د هنرمندانو لپاره یوه ښه میاشت ده. په دې میاشت کې د نړۍ د ادب او د هنر د نورو برخو ډیر لوړ اثار رامنځ ته شوي دي.
د نړۍ وتلیو شاعرانو د ډیسمبر د ژمنۍ هوا په اړه، په کې د شته مایوسۍ، اوږدې تیارې، او تنهایۍ په اړه شاهکار هنري پنځونې کړي.
خو په پښتو ادب کې ددې ژمني باب په اړه ‌ډیر څه نه تر سترګو کیږي.

ډیسمبر میاشت کې د نړۍ ګڼې سړې سیمې په سپینو واورو پوښلې وي

په دې هکله د لیکلو انګېزه هغه وخت راولوېده، کله چې مې په روانه میاشت کې؛ په ټولنیزو رسینو فیسبوک کې څو پرلپسې شعرونه د ډیسمبر په هکله له نورو ژبو راوژباړل او نشر کړل.
لکه څرنګه چې په نورو ژبو لکه انګلیسې، اردو او… کې دې شعرونو د اهل ذوقو پر احساساتو غلبه کړی وه دغه رنګه پوښتنو لوستونکیو نه تنها دا چې حس (درک) نه شو کړای، برعکس د روان او ساده شعر پر مفهوم صرف د ډیسمبر د کلیمې په وجه نه پوهېدل او د وضاحت و فلسفې پوښتنه به یې کوله.
ګوګل کې مې په پښتو ژبه پلټنه پسې وکړه،خو څه مې په کې پیدا نه کړی شول؛ نو مناسبه مې وګڼله چې خپله ناقصه مطالعه او کمزوری ذوق له پوښتن کوونکیو سره شریک او ادیبان یې لیکلو لپاره وهڅوم، تر څو د مینې دغې باب ته هم په خپل شعر، نثر او د هنر په نورو بڼو کې ځای ورکړي.
ډیسمبر خپل نوم د لاتینې ژبې له ( Decem ) څخه اخیستی چې معنی یې لس ده. په رومن کلیز کې ډیسمبر لسمه میاشت وه. په لرغوني روم کې د ډیسمبر میاشتې ګڼې ورځې په بیلابیلو بڼو او نومونو لمانځل کیدې.
د اسیا، اروپا او امریکا په ځینو برخو کې د ډیسمبر لومړۍ نیټه په رسمې توګه د ژمې پیل بلل کیږي. په ګڼو کلتورونو کې دودیزې میلې او ځانګړې جشنونه د ډیسمبر د میاشتې له ځانګړو ورځو سره تړلي دي.
د مځکې په نیمه شمالي کره د ډیمسبر میاشت له فصلي پلوه د نیمې جنوبې کرې له جون میاشتې سره برابره ده.

د مځکې په نیمه شمالي کره د ډیمسبر میاشت له فصلي پلوه د نیمې جنوبې کرې له جون میاشتې سره برابره ده. په دې معنی چې که ډیسمبر په لومړۍ نیټه د مځکې په شمالي نیمه کره کې ژمی پیلیږي، په جنوبي نیمه کره کې چې استرالیا، د جنوبي امریکا ځینې هیوادونه، انترتیکا … په کې پراته دي بیا د ډیسمبر لومړۍ نیټه د اوړي پیل دی.
ډیسمر میاشت د شمالي نیمې کرې په هیوادونو په ځانګړې توګه په اروپايي هیوادونو په تیره شمالي قطب ته په نژدې هیوادونو ( سکندیناوي هیوادونو) د کې د اوږدې تیارې میاشت وي. ورځې ډیرې لنډې او شپې اوږدې وي. ښايي همدې به ډیسمبر میاشت د شعر د ښاپیریو میاشت ګرځولي وي، او ښايي همدې سړې او اوږدې تیارې شاعرانو ته وخت ورکړی وي چې په دې میاشت کې د ستر شاهکارونو په پنځولو فکر وکړي.
په شرقي کلتور کې د یلدا شپه چې د لیندۍ پای او د مرغومې د میاشتې پیل وي، تر ډیره له شعر او غزل خوانۍ سره تړلې ګڼل کیږي. د کال دا اوږده شپه په همدې میاشت کې راځي.
لکه څرنګه چې د باران کیفیت شاعرانو ته د شعر الهام ورکړي، دغسې ډیر کیفیات په ډیسمبر میاشت کې شته چې د شاعر لپاره الهام بښونکي وي، اوږده تیاره، تنهايي، یادونه، واوره، ساړه، انتظار، د خزان پای، باران………او ګڼ نور الهام بښونکي کیفیات .
د ډیسمبر پر موضوع لیکل شويو ډیرو شعرونو کې دیوازیتوب، تنهایۍ او د ژمې په اوږدو سړو شپو کې د چا د یاد یادونه او دې ته ورته نور شاعرانه شیبې انځور شوې وې.

ما چې د نورو ژبو څومره شعرونه چې د ډیسمبر پر موضوع لیکل شوي وو، ولوستل په ډیرو کې یې د یوازیتوب، تنهایۍ او د ژمې په اوږدو سړو شپو کې د چا د یاد یادونه او دې ته ورته نور شاعرانه شیبې انځور شوې وې.
انسان تل د هغه چا یاد ځورولی شي چې مینه ورسره لري خو ترې لرې وي، خو د ډیسمبر اوږدې شپې د تنهایۍ د احساس زیاتوي او د یو چا د یاد ډیر محسوس وي چې ډیرو شاعرانو ته د شعر د الهام ښه سبب کیدای شي.
لکه یو شاعر وایي:
هغه ته ووایه خزان هم راغی ته هم راشه
د دسمبر میاشتې سړه هوا دې ډېر يادوي
(ژباړه)
دغه شان ډیسمبر ته د ناکامو مینانو میاشت هم ویلی شو؛ کله چې یو څوک مات شي، هېلي یې خزان شي، په دې حالت کې هم ورځینې با کیفه انځورګري کېږي، کوم کې چې د شعر مصنوعي ریاضت نه ، بلکې اصلي حالت او درد لیکل کېږي.

تیره ورځ مې د ” ژمنه ژوند ” یو ښکلی نظم ولوست په کوم کې چې یې د ټولو نیمګړو او ماتو هیلو ملغلرې په تار کې سره پیلې وې:
دسمبر
دسمبره! په زړۀ نوی درد خورېږي
دسمبره! ژوند مې پاڼه شو رژېږي
دسمبره! د بخت ستوری مې ورکېږي
دسمبره! زړۀ مې ځان باندې خوږېږي
دسمبره! ارمانونه رانړېږي
دسمبره! نه! پردی نۀ راخپلېږي
دسمبره! خامخا به رایادېږي
دسمبره! زړۀ مې ځان باندې خوږېږي
دسمبره! یخې شپې نۀ سبا کېږي
دسمبره! پرهرونه دي شړېږي
دسمبره! ورځې هم په مونږ غمېږي
دسمبره! زړۀ مې ځان باندې خوږېږي
دسمبره! زما بیا سترګه رپېږي
دسمبره! هغه بیا نۀ راستنېږي
دسمبره! زما هسې زړۀ ځورېږي
دسمبره! زړۀ مې ځان باندې خوږېږي
دسمبره! جینکۍ د شپې ژړېږي
دسمبره! دعاګانې نۀ قبلېږي
دسمبره! زړۀ مې بل شانې ورانېږي
دسمبره! زړۀ مې ځان باندې خوږېږي
ژمنه ژوند
یو بل شی دا هم دی چې ډسمبر د کال اخره میاشت ده؛ نو د انتظار پای په ناهیلۍ تمامېږي او دا ځکه چې د وعدو، ارادو، مسافرۍ یې یو کال پوره کېږي او د یو بل کال تر اخره بیا د زړو وعدو پالل او انتظار غځولو شیمه نه وي ورپاتې، تمې یې پرې شي، نو غواړي چې د کال په ختمیدلو سره خپلې شیندلی هیلې راټولې او نیمګړې کیسې تکمیل کړي، د کال د پای ته رسیدو سره د تیر کال د ټولو بدمرغیو کتاب هم بند او د نوې کال سره نوی ژوند په نوو هیلوو، نوو ژمنو او نویو ارمانونو پیل کړي.
لکه پدې شعر کې:
هغه ته ووایه!
دسمبر تلونکی دی
د دسمبر په تلو سره به
یو نوی پړاو،
د ماضي فضاء کې ورک شي
هغه ته ووایه!
د دسمبر له تلو نه مخکې
زمونږ کیسه تکمیل کړه
هغه ته ووایه!
د دسمبر میاشت
که تیره شوه،
امیدونه به ډوب شي
او هیلې به ماتې شي
هغه ته ووایه!
د ډیسمبر له تلو نه مخکې
کوم یو تعبیر،
راته راکړه
هغه ته ووایه!
زمونږ تقدیر
له ډبیدو ځنې بچ کړه
هغه ته ووایه!
دسمبر تلونکی دی….
(ژباړه)