ډوهني: افغانستان په نړیوال کرکټ کې د رقابت ځانګړې نمونه ده

سپینه تجريدي ډیزاین

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی رسمي کپتان مهیندر سینګ ډوهني وايي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال کرکټ په سیالیو کې د ښه رقابت ځانګړې نمونه ده.
هندوستان ټایمز د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او اوسني لوبغاړي مهیندر سینګ ډوهني تیره ورځ د نیپال لوبډلې ته د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو د سټیټس یا دریځ اخیستلو مبارکي ورکړې ده او ویلي دي، چې نیپال لوبډله به د یو ورځنیو سیالیو د درجې معیار کمزوری نکړي.
درې ورځې وړاندې د نیپال کرکټ ملي لوبډلې د پي این جي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو سټیټس یا درجه د ۲۰۲۲ م کال پورې خپله کړه، چې په دغه موده کې د یو ورځنیو سیالیو د ترسره کیدو اجازه لري، چې په ښې کارکردګۍ سره یې دغه موده بیا نوره هم غځیدلی شي.

د هندۍ لوبډلې ویکټ کیپر توپ وهونکي ډوهني ویلي، په نړیوال کرکټ کې د وړو لوبډلو رامخکې کیدل د نړیوال کرکټ لپاره پرمختګ دی او د دغه لوبډلې کولی شي، چې په نړیوال کرکټ کې ښې وځلیږي.
نوموړي ویلي، څو کاله وړاندې یې نیپال ته سفر کړی و، چې د یو شمیر نیپالي لوبغاړو سره یې هم لیدلي و او د لوبغاړو خواري او زحمت یې له نږدې څخه لیدلی و، چې بالاخره د خپلو خواریو ثمره یې ولیده.
نوموړي ویلي که کرکټ د یوې نړیوالې لوبې په توګه ساتل غواړو، نو دغه ډول لوبډلې باید رامخکې شي او دا به ښه خبره وي، چې د دویمې درجې لوبډلو ته پاملرنه وشي، ځکه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ثابته کړه، چې څنګه په نړیوال کرکټ کې د پیاوړو لوبډلو خلاف سیالۍ ترسره کړي او کلک رقابت یې ترسره کړی دی.
نوموړي دا هم ویلي دي، چې د یوې لوبډلې لپاره ثبات ډیر اړین دی او که یوه لوبډله بې ثباته وي، نو بیا یې مخکې راتلل ستونزه جوړي. ده د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته اشاره کړې ده، چې یو وخت کې ډیره ښه ځلیده، خو اوس بیرته په هغه حالت کې قرار نه لري.