ډهلي ډریډ ویلز لوبډله د مسلسل ماتو سره مخ شوه

رنګین تجريدي ډیزاین

د هندوستان د کورني کرکټ «IPL» ۲۰ اوریزه مشهوره تجارتي سیالیو یولسم پړاو په شپږمه لوبه کې د راجستان رایلز او ډهلي ډریډ ویلز لوبډلې سره مخامخ شوې، چې پکې د راجستان رایلز لوبډلې خپله لمړۍ بریا خپله کړه.
په سیالۍ کې ډهلي لوبډلې د ټاس په ګتلو سره خپلې سیالې راجستان لوبډلې ته د لمړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه، چې پکې راجستان لوبډلې د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځیدو د لوبډلمشر اجینکې ریحانې د ۴۵ او سنجو سمسون د ۳۷ منډو پرمټ د باران له کبله د لوبې په ۱۷،۵ اورنو کې ټولې ۱۵۳ منډې جوړې کړې.
په سیالۍ کې باران د لوبې اورنه تر ۶ پورې را ورسول، چې د باران د اورښت له کبله د (D/L) ځانګړي سیستم له مخې د ډهلي لوبډلې ته په ۶ اورونو کې د ۷۱ منډو هدف ورکړل شو.

د ډهلي لوبډلې د نیوزیلینډي کولین منرو او اسټرالوي ګلین میکسویل د ویکټو په ژر بایللو سره دغه هدف پوره نه کړی شو او ۶۰ منډې یې جوړې کړې.
په دې سره د ډهلي لوبډله په روان لیګ سیالیو کې د دویمې ماتې سره مخ شوه، خو راجستان لوبډلې بیا د خپلې لمړۍ ماتې وروسته په دویمه سیالۍ کې لمړۍ بریا خپله کړه.
له دې وړاندې د تیرې شپې په سیالۍ کې چینايي سوپر کینګز لوبډلې کلګتې نایټ رایډرز لوبډلې څخه بریا خپله کړه او د سبا ورځ به سیالۍ کې به د سنرایزرز حیدر اباد لوبډله د بنګلور لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شي.
د هندوستان د کورني کرکټ اي پي ایل سیالیو یولسم پړاو لوبې د روانې اپریل میاشتې په ۷ مې نیټې سره پیل شوې دې او د راتلونکې مۍ میاشتې په ۱۷ مه نیټه به پای ته ورسیږي.