د هندوستان د کورني کرکټ «IPL»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ډهلي ډریډ ویلز لوبډلې په خپلې ۷ مې سیالۍ کې د کلتې نایټ رایډرز لوبډلې څخه زور وویست.
ډهلي لوبډلې د خپل پخواني لوبډلمشر ګاتم ګمبیر په نشتون او نوي لوبډلمشر شیر ایس اییر په راتګ سره ارادې بدلې کړې وې، چې په خپلې لمړۍ توپ وهنه کې یې د روان «IPL»۲۰ اوریزه سیالیو تر لوړ هدف د کلکتې لوبډلې ته وټاکلو.
د ډهلي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې د ځوان لوبډلمشر شیر ایس اییر په ۴۰ بالونو ۹۳ او پریتهوي ۶۲ برید کوونکو منډې شاملې وې.
په سیالۍ کې د ډهلي لوبډلې لخوا د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د ۲۲۰ منډو هدف مقابلې کلکتې لوبډلې ته مخکې کې کیښودل شو، چې کلکته لوبډله د خپلو پرلپسې لوبغاړو په سوځیدو سره د هدف په پوره کولو کې بریالۍ نشوه.
کلکتې لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ټولې ۱۶۴ منډې جوړې کړې او په سیالۍ کې یې د ۵۵ منډو په توپیر سره ماتې وخوړه.
ډهلي لوبډلې له دې وړاندې د خپلو ۶ ترسره شویو سیالیو څخه په ۵ لوبو کې ماتې خوړلې دي او خپل مخکې تګ یې په دغه لیګ کې یو څه ستونزمن کړي دی، خو که چیرې همدغه لوبډله د خپلو راتلونکو ۷ سیالیو څخه په ۶ لوبو کې بریا خپله کړي، نو ورته د مخکې تګ چانس اسانه کیدای شي.
ګاتم ګمبیر، چې د یولسم پړاو «IPL»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ډهلي لوبډلې لخوا د لوبډلمشر په توګه انتخاب شوی و؛ د لوبډلې د مسلسل ماتو خوړولو ترڅنګ د خپلې خرابې کاردګۍ له کبله د لوبډلمشرۍ پریښودو ته مجبور شو او د ځان پر ځای یې ځوان شیر ایس اییر د نوي لوبډلمشر په توګه غوره کړه، چې د لوبډلې د مشر روزونکي اسټرالوي ریکي پونټینګ لخوا د ګاتم ګمبیرددغه کړنه وستایل شوه.
ګمبیر ویلي، دا چې لوبډله د مسلسل ماتو سره مخ شوه، نو غوره یې وګڼله، چې د لوبډلې په رهبریت کې بدلون راولي او ښايي، چې دغه پریکړه یې د لوبډلې په ګته تمامه شي.
د یادونې وړ ده، چې د یولسم پړاو «IPL»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي لیګ سیالیو د اصولو له مخې په لمړي راونډ کې هره لوبډله ۱۴ لوبې ترسره کوي، چې دوه ځلې یوه لوبډله د بلې سره مخامخ کیږي او د ډیرو لوبو ګټونکې ۴ لوبډلې بل پړاو ته لار پیدا کوي، چې له هغې څخه به دوه لوبډلې بیا د پای لوبې ته ځان رسوي.
په ترسره شویو ۱۰ پړاونو کې تر ټول ډیر ۳ ځلې د ممبيي انډینز لوبډلې او دوه دوه ځلې د چینايي سوپر کینګز او کلکتې نایټ رایډرز لوبډلو د دغه جام اتلولي خپله کړې ده، خو ممبيي انډینز لوبډله چې اوسني وخت کې د لوبو د بایللو له کبله د زیاتو ستونزو سره خ ده؛ په روان یولسم پړاو کې لا هم د خپلې تیرې اتلولۍ جام ګټلو څخه دفاع کوي.