چین وايي ژر به یې افغانستان ته لسګونه ټنه بشري مرسته ورسېږي.
چینايي چارواکو ویلي له افغانستان سره شاوخوا زر ټنه بشري مرسته کوي، چې دغه هېواد ته پر لاره ده او ژر به ورسېږي.
سرچینه وایي چې په دې بسته کې پوډري شیدې، جامې، بوټان، کمپلې او نور ژمني توکي شامل دي.
چینايي لوري ویلي د ژمي په موسم کې له افغانانو سره د مرستې په موخه به دغه بسته ډېر ژر د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته ورسېږي او افغان لوري ته به تسلیم کړل شي.
چینايي چارواکو ویلي چې چین د روان کال له جولای راهیسې له افغانستان سره شاوخوا ۲۶۰۰ ټنه بشري مرسته کړې ده او په دې بستو کې بېلابېل اړین توکي شامل دي.
چین همدا راز ژمنه کړې چې له افغانستان سره به خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي.