د ۲۰۱۸ م کال د هندوستان د کورني کرکټ یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې چینايي سوپر کینګز لوبډلې د کلکتې خلاف ستره بریا خپله کړه.
د دغه ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په ۵ مه لوبه کې د چینايي سوپر کینګز لوبډله د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شوه، چې پکې کلکتې لوبډلې په لمړۍ توپ وهنه کې د ویسټ انډیزي الراونډر انډریو رسل د بې رحمه توپ وهنې پرمټ په ټاکلو ۲۰ اورنو کې ۲۰۲ منډې جوړې کړې.
ویسټ انډیزي انډریو رسل د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې په ګټه د چینايي سوپر کینګز لوبډلې خلاف په ۳۶ توپونو ۸۸ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې، چې په توپ وهنه کې یې ۱۱ سترې شبږیزې او یوه څلوریزه شامله وه.
د چینايي لوبډلې لپاره اسټرالوي شین واټسن او هندي امبتي رایډو بهترین پیل وکړ، چې د پیل ۶ اورونو په اوپنینګ ملګرتیا کې یې ۷۵ منډې جوړې کړې او ورپسې انګلستاني سیم بیلنګز ۵۶ چټکې منډې جوړې کړې او لوبه یې د خپلې لوبډلې ته را وڅرخوله.
د لوبې په وروستي اور کې چینايي لوبډلې ته د بریا په موخه ۱۸ منډې د ویسټ انډیزي ډواین براوو او هندي راوینډر جدیجا په ملګرتیا کې ترلاسه شوې او خپلې لوبډلې ته یې ستره بریا ورکړه.
په دې بریا سره چینايي سوپر کینګز لوبډله د جدول د سر کرښې ته ورسیده، چې په دوه لوبو کې یې دوه بریاوې خپلې کړې، خو ورپسې په یوې یوې بریا سره سنرایزرز حیدر اباد دویم او پنجاب لوبډله په دریم ځای قرار لري.
د سبا ورځ په سیالۍ کې به ډهلي ډرید ویلز لوبډله د راجستان رایلز لوبډلې سره د افغانستان پر وخت ۷ بجې د سیالۍ ډګر په ډګر کې مخامخ شي، چې دواړو لوبډلو په خپلې لمړۍ سیالیو کې ماتې خوړلې دي.