ژباړه: عایشه حیدري
چوانډو ټان Chuando Tan د سینګاپور اوسېدونکی دی او د ۱۹۶۷ زېږدیز د مارچ په ۳مه په سینګاپور کې زېږېدلی دی. که څه هم د هغه د ژوند ځوانۍ او لومړنیو کلونو په اړه ډېر معلومات نه شته، خو نوموړی د سینګاپور په مرکزي ښار، ټاو پویه Toa Payoh را لوی شوی دی. چوانډو ټان د خپلې کورنۍ مشر اولاد دی او یوه خور او وړوکی ورور لري. چوانډو ټان لا ماشوم وو چې د مور سیوری یې له سر څخه پرېوتی دی.
ټان چواند اوس مهال ۵۳ کاله او ۴میاشتې عمر لري او ۲۰۲۱ زېږدیز د مارچ په ۳مه به یې د عمر ۴۵ کاله بشپړ شي، خو د نیمې پېړۍ د ژوند په تېرولو سره اوس هم د يوه ځوان هلک څېره لري.
هو، چوانډو ټان شاوخوا ۵۴ کاله عمر لري، خو لا یې د ځوانۍ بهار خزان شوی نه دی، د چوانډو ټان د انځورونو په لیدلو سره به تاسو باور ونه کړئ چې نوموړي دې نیمه پېړۍ ژوند کړی وی او د هغه څېره دې د ځوان هلک په څېر ښکاري.
چوانډو ټان، ماهر عکاس، موډلینګ د کمپنۍ چلوونکی، بشري رستندوی او ټولنیز فعال دی، د خپلو ملګرو په منځ کې د سي ډي په نوم شهرت لري او هغوی په همدغه نوم ورته غږ کوي.
چوانډو ټان هغه وخت شهرت ترلاسه کړ کله چې د هغه انځورونه په یوه چینايي خبري ویبسایټ کې د هغه له عمر سره یو ځای خپاره شول، د چوانډو ټان د انځورونو خپرېدل هغه ته نړيوال شهرت ور په برخه کړ او د نړۍ د ټولو وګړو پام یې ځانته ور واړاوه.
تان د ۸۰ لسیزې په پای او د ۹۰ لسیزې په پیل کې د سینګاپور یو نامتو مډل وو، او هغه مهال یې په سینګاپور کې ډېر مینهوال درلودل، د چوانډو ټان مینهوالو غوښتل چې د ټان د ځوانۍ په راز پوه شي او تل یې له هغه همدا یوه پوښتنه کوله.
ټان د خپلو مینهوالو د دغې پوښتنې په ځواب کې هغوی ته وویل چې د هغه لوړ سن او ځوانه څېره ارثي ده، د دې ترڅنګ هغه ډېر کار کوي او هېڅکله د شپې ناوخته او سهار وختي حمام نه کوي، همدارنګه هغه په خپلو خوړو کې په منظمه توګه د هینان چرګ (چرګانو سینه) او ورېژې خوري، او هره ورځ په منظم ډول له تر نورو کارونو وړاندې ورزش کوي.
ټان تل پر وخت خوب کوي او ډېر ویښ نه پاتې کېږي، هغه وایي چې اوس ځان د شل کلن هلک څخه هم ځوان بولي او له يوه شل کلن هلک څخه پیاوړی دی.