چارواکو کندهار کي هم د کالدارو پر بندیز مټي راونغاړلې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د کندهار والي حیات الله حیات وايي، چي تر دوو اونیو وروسته که هر چا کندهار کي په کالدارو راکړه ورکړه وکړه، ورسره به جدي قانوني چلند کیږي.
د شنبې په ورځ د کندهار په ولایت مقام کي د افغانیو د ترویج په اړه جوړي سوې غونډه کي د کندهار والي، د ولایتي شورا غړو، د افغانستان بانک، د ښاروالۍ، د عدلي او قضایي، د حج او اوقافو، علماوو شورا،  د امنیتي او تبلیغاتي آداردو مسئولینو او آستازو ګډون کړی وو.
د پاکستانیو پیسو د بندیز په اړه دې غونډه کي لومړی ګډونوالو په کندهار کي د یاد هیواد د پیسو پر استعمال وږغېدل او وروسته ئې د بندیز په هکله یو لړ اړیني مشورې یو د بل سره شریکي کړې.
80573572 2720532594678780 1417890685775773696 o چارواکو کندهار کي هم د کالدارو پر بندیز مټي راونغاړلې
دې غونډه کي د کندهار والي حیات الله حیات وویل،که چیري په دوو اونیو کي کندهار کي په کالدارو راکړه ورکړه چا وکړه، نو به ورسره جدي قانوني چلند کیږي.
80974593 2720532441345462 6928966370931507200 o چارواکو کندهار کي هم د کالدارو پر بندیز مټي راونغاړلې
هغه په یاده غونډه کي د کندهار ولایتي شورا، علماوو شورا، حج او اوقافو، افغانستان بانک، عدلي ریاست، څارنوالۍ، د ولایت مقام سکټوري خدماتو، امنیه قومنداني او ملي امنیت ریاست ته سپارښتنه وکړه، چي د افغانیو د ترویج او د کالدارو د مخنیوي لپاره په ګډه یو د بل سره همکاري وکړي.
والي د کندهار حج او اوقافو ریاست ته هم سپارښتنه وکړه، چي راتلونکې جمعه دي د کندهار په ټولو جامع ګانو کي د ملا امامانو له لوري د کالدارو پر مخنیوي او د افغانیو پر ترویج عامه پوهای خلګو ته ورکړل سي.
81463151 2720532711345435 6701482835393380352 o چارواکو کندهار کي هم د کالدارو پر بندیز مټي راونغاړلې
کندهار کي دا ګام وروسته له هغه اخیستل کیږي، چي تازه په خوست او ننګرهار ولایتونو کي هم د کالدارو پر مخنیوي هڅي او پراخ کمپینونه پيل سوي.
کندهار یو له هغه ولایتونو دئ، چي د پاکستان سره نژدې سرحدي پوله لري او زیاتره سوداګر ئې د پاکستان سره د زیاتي راکړي ورکړي په موخه د پاکستانۍ کالدارو څخه استفاده کوي.