څو هغه لارښوونې چې ترې په ګټنه مو مخ له داغونو ساتلی شئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: مریم محمدي
داغ هغه قهوې ته ورته رنګ (لکه) ده چې اکثره د لمر د وړانګو له امله د یو شمیر خلکو په مخ کې پیدا کیږي.
د مخ داغ په حامله ښځو کې دیر لیدل کیږي د حاملګۍ د (لکو) په نامه هم مشهوره دي. اما کیدای شي په نجونو او یوشمیر نارینه و کې هم ولیدل شي.
ډيری وخت دا داغونه له ۱۸ کلنۍ تر ۳۵ کلنۍ پورې په نارینو او ښځینو دواړو کې پیدا کیږي.
۱- په مخ ولې داغ پیدا کیږي؟
یوشمیر لاملونه ددي چې د دې سبب کیږي، په مخ کې داغ پیدا شي لکه: د لمروړانګې، د امیندارۍ په وخت کې، د حمل د مخنیوي درملو کارول او همدارنګه د فیشن یا سینګار بې کیفیت توکو کارول هم په مخکې داغونو په پیدا کېدو کې رول لري. همدارنګه ناسم چاپيریال او بې ځایه اندیښنې هم د داغونو په پیدا کېدو کې ونډه لري.
۲- ایا په مخ کې داغ ارثي دی؟
څیړونو موندلې چې په مخکې د داغ پیدا کېدو یو لامل ارثیت هم کېدای شي، تاسو به هم هغه کسان لیدلې وي چې په کور کې د څو نفرو په مخ داغ یا لکه ده.
۳- د مخ داغونه څنګه ښکاري؟
د مخ داغ قهوې ته په ورته یا هم ډیر تور رنګ د پزې په سر، ټنډه یا تندي، زنه او یا هم په ټول مخکې په غیر منظم ډول لېدل کیږي، چې د مخ ښکلا ته پوره زیان اړوي.
۴- د مخ لکې یا داغونه څنګه تشخیص کیږي؟
د مخ داغ جلدي متخصصین کولای شي د فزیکي معاینې په وسیله په ډيرې اسانۍ سره تشخیص کړي. خو د ډیرو کوچنیو داغونو یا هم هغه (لکې) چې ډیر وخت پرې تیر شوی وي، د لا ښه تشخیص لپاره ډاکتران په څراغ یا wood lamp باندې معاینه کوي ترڅو یې درملنه اسانه شي.
۵- څنګه کولای شو د مخ له داغونو مخینوی وکړو؟
سره له دې چې په ځینو حالاتو کې د داغونو پیدا کیدل، کوم خاص عامل نه لري، خو بیا هم کوښښو کړئ، چې مخ د لمر له وړانګو لرې یا هم د لمر ضد کریم وکاروئ.
هغه میرمنې چې د امیندوارۍ ضد درمل کاروي او په مخ یې داغ پیدا شوي، نو کولای شي د حمل مخنیوي لپاره دې له بل میتود نه استفاده وکړي.
همدارنګه له هغو خوړو کار واخلئ چې د پوستکي په تازه او نرم ساتلو کې اغیز لري، د B12 ویټامین A ویټامین او ویټامین c لرونکي خواړه هم د داغونو ۤپه مخنیوي کې رول لري.
د پوستکي د متخصص د مشورې پرته هیڅکله د مخ روښانونکو کریمونو څه ګټه مه اخلئ.
د حمام کولو، مخ وچولو او د کریمونو استعمالولو پر مهال د پوستکي د ټینګ مښولو څه ډډه وکړئ.
هیڅکله د مخ داغ لپاره د بل چا له درملو څخه ګټه مه اخلئ.
منبع: مشاور جلدی