ژباړه: محمد عزيز پردېس
په خپله خوښه، پرته له دې چې څه غوښتنه او انتظار ولرئ، د هرڅه وړاندې کولو او بخښلو ته؛ سخاوت وايي. په اصل کې د نورو په ژوندانه کې د اسانۍ او هوساينې رامنځ ته کولو ته سخاوتمندي وايي. يانې دا چې ستاسو يو ملګری مرستې او کمک ته اړتيا ولري او تاسو د هغوی لاسنيوی وکړئ.
که غواړئ سخاوتمند واوسئ، نو اړينه نه ده چې د انګېزو په لټه کې شئ، بلکې هر کار چې کوئ بايد د زړه له اخلاصه يې ترسره کړئ. تاسو بايد هغه کار چې ترسره کوئ، بايد باور پرې ولرئ. که د دې په لټه کې شئ چې نور تر خپلې اغېز لاندې راولئ او ځانغوښتونکي پاتې شئ، نو هېڅکله به سخاوتمند نه شئ. جالبه دا ده چې سخاوتمندي، د خوښۍ د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي. له هرچا سره چې مرسته کوئ، د رحم او مهربانۍ احساس کوئ، نو ستاسو د غښتلتيا او خوښۍ سبب کېږي. د نورو کارونو لپاره همدغه خوښي تاسو ته خپله خوښۍ درکوي.
دا به مو اورېدلي وي چې وايي: نورو ته د کبانو ورکولو پرځای د کب نيونې چل زده کړئ. بايد په سخاوتمندۍ کې زير واوسئ چې شخصي ژوند مو اسانه شي. بخشش او سخاوتمندي تل مادي و معنوي بڼه نه لري. د ټولو خلکو ستونزه د پيسو نه لرل نه دي او د سخاوتمندۍ لپاره شتمن پاتې کېدل هم اړين نه دي.
سخاوتمندانه چلند، هغه لوی پوتنشيل دی چې ټول ترې برخمن دي، خو پوښتنه دا ده چې څنګه کولی شو سخاوتمندي مو ډېره کړو او پرمختګ ورکړو؟ تاسو کولی شئ چې په هر ډول جسماني او مالي شرايطو کې بخښونکي او سخاوتمند واوسئ.
۱- د کورنۍ د نويو غړو او دوستانو د پيدايښت، پرمختګ… لپاره جشن ونيسئ. د کېک اخېستل او پخول او د دوستانو دعوتول؛ يو ښه حس دی. حتا هغه کسان چې له جشن څخه کرکه هم لري، دا هيله لري چې د پيدايښت يا زوکړې کاليزه يې د جشن په توګه ونمانځل شي.
۲- د سخاوتمندۍ لپاره په اونۍ کې حد اقل يو څه وخت ځينې سخاوتمندانه کارونه ترسره کړئ، لکه لويانو ته تدريس، د يو پارک پاکول او داسې نور…
۳- هغه څه چې تاسو ته ارزښت لري، د نورو سره يې شريک کړئ. لکه، خوراکي توکي، لباس، موټر او داسې نور… د نورو سره د هغو توکو شريکول چې تاسو ته ارزښت نه لري، د سخاوتمندۍ مانا نه ورکوي. که له تاسو سره دوه خوندور چاکلېټونه وي، يو مو خپل ملګري ته ورکړ، نو سخاوتمند ياست؛ نه دا چې له سلو چاکلېټونو يو چاکلېټ ورکړئ.
۴- که فکر کوئ چې نور هغه څه ته اړتيا لري، چې تاسو سره شته؛ نو کولی شئ چې ورته ډالۍ يې کړئ. د خپلې خوښې چاکلیټ مو خپل نږدې ملګري يا هم د کور غړي ته ورکړئ يا هم د خپلې خوښې کتاب مو يو دوست ورکړئ… چې دا په خپله ستاسو د سخاوتمندۍ نښه ده. د هغو توکو يا څيزونو بخښل چې تاسو ته ارزښت نه لري، د ورکړې يا بخشنده ګۍ مانا نه ورکوي، ځکه چې تاسو د فداکارۍ په حالت کې نه ياست.
۵- د کلماتو په ټاکلو کې سخاوتمنده اوسئ. د خپلو خبرو په ترڅ کې داسې کلمات وکاروئ چې ستاسو له زړه څخه نشئت واخلي. حتی يوه وړه مننه او ستاينه هم کولی شي چې ستاسو په مقابل لوري لوی اغېز پرېږدي، البته که صادقانه وي.
۶- له غريبانو سره مهربانه اوسئ. داسې يو شخص ته سلام اچول، مرسته کول او د هغه سره يو بار په لېږدولو کې همکاري، چې تر اوسه مو ورسره ليدل هم نه وي شوي؛ په خپل ډول کې يوه مهرباني ده.
۷- له هغو کسانو څخه، چې تاسو لپاره يې مهم کارونه ترسره کړي دي؛ د يوې ساده مننې په ويلو بسنه مه کوئ. کولی شئ چې د برېښناليک، ټکس او يا هم د يو کارت په استولو ترې مننه وکړئ. دا عمل د دې ښودنه کوي چې هغه شخص او کار يې تاسو ته څومره ارزښت لري.
۸- يو ملګری مو په ستونزه کې ګير دی او نشئ کولی چې په څنګ کې يې واوسئ؛ غوره به دا وي چې اړيکه ورسره ونيسئ. د هغه سره څو دقيقې ټيليفوني خبرې کول، کولی شي چې هغه د څو شېبو لپاره له موجوده ستونزو وژغوري او د يوې ښې ورځې موکه ورته برابره کړي.
۹- ممکن د ورځې په اوږدو کې د داسې يو پاخه عمرلرونکي شخص سره مخ شئ چې ولاړ وي او ستاسو په پرتله ډېرستومانه وي؛ د خپلې ناستې څوکۍ ورته پرېږدئ. البته دا اړينه نه ده چې حتمي دې بايد د ډېر عمر لرونکی شخص وي. کولی شئ چې خپله څوکۍ هغه شخص ته هم ورکړئ چې ورته اړتيا لرئ او له خپل کار څخه خوند واخلئ.
۱۰- که يو څوک يا يو شرکت تاسو ته غوره خدمات ترسره کړي وي، له هغوی سره په اړيکه کې شئ او تر مننه وکړئ. هڅه وکړئ چې پيسې ورته په وخت ورورسوئ.
۱۱- په انټرنېټي نړۍ کې د ویبلاګ ليکونکو ته غوره نظريات ليکل په هغوی کې غوره احساس پيدا کوي.
۱۲- نورو ته د هغوی د هڅونې او تشويق په موخه يوه ساده مسکا کول، کولی شي هغې/ هغه ته بدلون ورکړي او په زغرده سره ويلی شو چې دا هم د سخاوتمندۍ يو ډول دی. هغه څوک چې د مسکا لايق وي، ترې مه يې درېغوئ.
د ورځې په اوږدو کې د يوې شېبې لپاره د نورو پر وړاندې مهربانه او مودبه کېدل، يو ساده عمل دی؛ خو غوره احساس او بې ساری ارامښت له ځان سره لري. مطمئناً هغه کسانو ته مو چې ښه کارونه ترسره کړي وي، له تاسو څخه به منندوی وي. تاسو هم هڅه وکړئ چې له الله تعالی څخه د هر هغه څه لپاره چې تر دې دمه ستاسو په اختیار کې دي، مننه وکړئ او شکرانه يې ادا کړئ.