څنګه کولی شو د لغاتونو ذخیره قوي کړو؟!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: لوکالمپیرلو
ژباړه: غازي عابد
لوکالمپیرلو د ژبو یو ماهر دی، چې د ژوند ډیره برخه یې د ژبو په مطالعه کولو او څیړلو تیره کړې. لوکالمپیرلو هغه ۵ کلیدي اصول وړاندې کوي چې د یوې نوې ژبې د یادولو لپاره د لغاتونو په اسانه او ښه زده کولو کې مرسته کوونکي دي:
ټاکنه یا انتخاب، یوځای کول یا ارتباط ورکول، بیا کتنه یا سمون، ذخیره کول او استعمالول.
۱- انتخاب یا ټاکنه
کله چې د نویو لغاتونو زده کول غواړئ، نو مهمه ده چې لومړی د لغاتونو هغه برخه د یادولو لپاره انتخاب کړئ چې ستاسې لپاره جالبه او په زړه پورې وي. هره ژبه په سلګونو او زرګونو لغاتونه لري، له همدې امله سخته وي چې ژر یې زده کړی شئ.
هڅه وکړئ چې په هره ژبه کې لومړی تر ټولو ډیر مهم او کاریدونکي لغاتونه زده کړئ، بیا پراختیا ورکړئ او همداسې هغو لغاتونو ته هم پسې وغځیږئ چې تاسې ورسره علاقه لرئ او اړتیا مو وي.
په ټوله کې په روزمره ډول د هرې مورنۍ ژبې واله ممکن ۳۰۰۰ زره لغاتونه یاد ولري چې ښایي ۹۰ سلنه یې هره ورځ وکاروي. ددې تر څنګ تقریباً د هرې مورنۍ ژبې واله هم تر ډیره په هغو لغاتونو پوهیږي چې روزمره یې استعمالوي او هغه یې یاد هم نه وي چې روزمره یې نه کاروي.
د مثال په توګه ویل کیږي اوس د انګلیسي ژبه یو میلیون لغاتونه لري، نو څوک کولی شي چې یو میلیون لغاتونه ټول زده کړي؟ او څوک اړتیا لري چې دا یو میلیون ټول زده کوي؟
په همدې اساس هڅه وکړئ هغه لغاتونه زده کړئ چې روزمره یې اړتیا وي او یا مهم وي. لکه هغه چې ستاسې وظیفه، کور، چاپیریال او نورو ځایونو کې یې کارول اړین وي.
۲- ارتباط ورکول
د ژبې د زده کړې پروسې لپاره د ګټورو لغاتونو پیژندل ضرور دي. خو که چیرته په منظم یا ارتباطي ډول سره یې زده نه کړې او په نامعلومه محتوا یې زده کړې، نو بیا به د خبرو پرمهال ډیر سخت وي چې دا لغاتونه په ورځینو خبرو کې وکاروې. ددې لپاره چې یوه محتوا ترې جوړه کړو اړتیا ده چې له پخوانیو لغاتونو سره یې ترمنځ اړیکه جوړه کړو.
اسوسیشن یا یوځای کول هغه پروسه ده چې نوي معلومات له پخوانیو یا موجودو هغو سره نښلوي. یوه ټوټه معلومات کیدای شي په زرګونو ارتباطات له خاطرو، احساساتو، حسي غړو، تجربو او له بیلابیلو حقیقتونو سره ولري.
۳- بیا کتنه
له یوې لسیزې هم وړاندې یو جرمني ډااکټر ایبینګوس وموندله چې زموږ ذهن لکه د یوه ماشین په توګه وخت په تیریدو سره هڅه کوي هر څه هیر کړي. نوموړی زیاتوي په بیا بیا تکرارولو سره موږ کولی شو چې معلومات وساتو او هیر یې نه کړو، همداراز وبه شو کولی چې د زړو په ښه یادولو سره نوي هغه هم ښه زده کړو. یعنې تر هغې باید موږ بیا بیا ځل تکرار ولرو تر څو چې مو دایمي ذهن ته وردننه کړي وي، خو بیا هم هر وخت اړتیا ده چې تکرار شي، ددې تکرار پای نه لري.
۴- ذخیره
هر لغات او جمله که زده کوئ، هڅه وکړئ له ځانه سره یې ولیکئ، ځکه د لیکلو په وسیله کولی شئ چې بیا بیا یې له ځانه سره تکرار کړئ او ذهن ته یې وردننه کړئ.
دا ذخیره کول کولی شئ په خپل موبایل، کمپوټر یا کتابچه کې وکړئ، یعنې هلته یې ولیکئ او کله مو چې وزګار وخت موند یو ځل سر ورښکاره کوئ، ځکه کیدای شي ستا له ذهنه وتلي وي، نو اوس بیا به در په یاد شي.
۵- استمعال
د لغاتونو په ښه ډول یادولو وروستۍ اغیزناکه لار دا ده چې کله تاسې کوم لغاتونه یادوئ همدا لغاتونه بیا راواخلئ، په محاورو، خبرو او ارتباطاتو کې یې وکاروئ.
د ویکټور بوچر او الیکسیس لفلیور په نومونو د کاناډا د مونټریل پوهنتون دوه څیړونکي وايي، له بل شخص سره د لغاتونو تکرارول له دې ډیر غوره دي چې له ځانه سره یې تکرار کړئ.
په حقیقت کې څومره ډیر چې له نورو سره په خبرو کې ژبه رواني زده کیږي، هغومره په نورو لارو نه کیږي. ځکه وایو هڅه وکړئ چې څه زده کوئ هغه له نورو سره په خبرو کې یې وکاروئ.