څنګه کولی شو د غښتلې روحيې خاوندان شو؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه او زياتونه: محمدعزيز پردېس
د روحيې د پياوړتيا لپاره مختلفې لارې شته، چې د هغو له ډلې څخه کولی شو د سخت کار، زده کړې، د ستونزو سره مقابله او منطقي تفکر يادونه وکړو.
د تشويش او فشار پر وړاندې مقاومت، انسان غښتلی کوي. دلته به د داسې څو لارښوونو يادونه وکړو چې د انسانانو د روحيي په غښتلتيا کې رغنده رول لري:
– د کارونو مسوليت مو په خپله غاړه واخلئ
هغه کسان چې د روانې اړخ نه غښتلي دي، د خپلو کارونو مسولیت په ښه ډول پېژني او د خپلو ټولو کړنو، فکرونو او احساساتو مسوليت په خپله اخلي. هغوی په دې پوهېږي، هر هغه څه چې دوی ورسره مخامخ کېږي؛ دا د دوی د کړنو پايله او عکس العمل دی، نو ځکه مسوليت منونکي دي.
دا ډول کسان هېڅکله د خپلو ستونزو، تشويشونو او د بدو حالاتو پړه پر نورو نه اچوي، ځکه هغوی په دې باور لري، هغه څه چې دوی ورسره مخامخ دي، دوی به يې په اړه پرېکړه کوي، نه بل څوک.
– وړاندوينه مه کوئ
هغه کسان چې د روحي اړخ نه پياوړي دي، په يوه موضوع ډېر ښه پوهېږي؛ هغه دا چې، د راتلونکې په اړه قضاوت کول ناممکن دي. هغوی هېڅکله خپل وخت د راتلونکې په اړه په فکر کولو نه لګوي او وړاندوينه نه کوي، ځکه هغوی باور لري چې راتلونکې لا تر اوسه نه ده رارسېدلې.
د راتلونکې يه اړه فکر کول مو د اوس مهال لپاره د تمرکز کولو څخه مخنيوی کوي. د اوس مهال په اړه فکر کول، کار کول او تمرکز کول مو راتلونکی ډاډمن کوي. نن خولې تويې کړئ چې سبا يې پايله ومومئ.
– خيالاتو، تصوراتو او اوهامو ته لاره مه ورکوئ
که څه هم ډېری خلک د تخيلاتو او اوهامو سره مينه لري، خو پياوړي کسان بيا په دې باور دي چې خيالات حقيقت نه لري او د غير واقعي موضوعاتو په اړه فکر کول يوازې، د ځان تېر ايستل دي.
هر هغه څه چې حقيقت دي، پرې باور وکړئ او د خيالاتو په اړه نه فکر کول به مو تشويش له منځه يوسي.
– په تېر زمان کې مه پاتې کېږئ
د ډېری خلکو لپاره د تېر زمان د پېښو له ياده ويستل، ډېر ستونزمن وي، خو پياوړي خلک بيا په دې پوهېږي چې د تېر وخت په اړه فکر کول؛ يوازې او يوازې د اوس مهال د وخت عبث تېرول دي او بس.
هغوی يوازې د تېر زمان په اړه همدومره فکر کوي، چې ارزښت يې ولري او په دې یقين لري چې تېر زمان ته ستنېدل ناممکن دي.
څه چې تېر شوي، تېر شوي دي او بېرته بيا نه راګرځي، د اوس مهال په کارونو تمرکزکول تر هرڅه اړين دي. د تېرو ناکامو کړنو څخه مو تجربه واخلئ او اوس تمرکز وکړئ چې راتلونکی مو خپله روښانه شي.
– په خپل ځان باور ولرئ
د هر کار د پيل لپاره لومړنی شرط ( په خپل ځان باور ) دی. که تاسو هرڅومره وړتياوې ولرئ، خو که پر ځان مو باور نه وي؛ نو برياليتوب مو ناممکن دی. باور او اعتماد د هرې کړنې د کاميابۍ لپاره بنسټيز توکي دي. هغه کسان چې د خپل ژوند په هره برخه کې بريالي دي، مهم علت يې دا دی چې پخپلو ځانونو باور لري.
د روحيې د پياوړتيا لپاره د پورته ذکر شويو موضوعاتو ترڅنګ، ډېره مطالعه کول، د کورنۍ او بافکره ملګرو څخه مشوره اخېستل او په هر اړخيز ډول زحمت ويستل هم اړين دي.