ژباړه: محمد عزيز پردېس
په زړونو اغيز څه ته وايي؟ څنګه کولی شو د خپلو خبرو په مرسته د نورو ترمنځ دومره زړه راښکونکي شو چې نوم مو د هرچا په خوله وي؟
د وينا اغېز يا نفوذ يانې هغه قدرت چې نور د خبرو په مرسته کنټرول کړئ.
داسې څه ترسره کړئ چې وينا مو د نورو لپاره ارزښت لرونکې وي او هغوی يې ومني او عمل پرې وکړي.
تر اوسه مو دا هيله درلوده چې ستاسو وينا دې دومره اغېز ولري چې نورو ته هرڅه ووايئ او هغوی يې ومني؟ ستاسو هيله ترسره شوه. تاسو کولی شئ چې خپله وينا دې حد ته ورسوئ، البته چې دا ډېر تمرين، شوق او هڅې ته اړتيا لري.
زمونږ په ژوندانه کې داسې کسان هم شته چې په ناخوداګاه ډول اطاعت منونکي دي. هغوی دې ته اړتيا لري چې داسې يو څوک دې وي چې دوی ته لارښوونه او امر وکړي. په دې توګه هغوی فکر کولو ته اړ نه دي… خو دا ډله خلک کم دي، په همدې اساس د داسې کسانو په پيدا کولو کې ډېر هیله من مه واوسئ.
يوه بله ډله ده چې په چورلټ ډول خپلواک دي. دوی دا نه خوښوي چې د ټولنې غړی شي چې يو رئيس لري. د هر کار لپاره يوه ځانګړې خونه لري او په جدي توګه دا خلک غښتلي دي او هغه هم د دوی استقلال طلبي ده چې د دې لامل شوې چې مجبوره شي خپل مهارتونه دومره غښتلي کړي چې چاته اړ نشي. د دې خلکو د کنټرول لپاره بايد د دوی زړه لاس ته راوړئ.
خو په زړونو اغيز څه ته وايي؟ څنګه کولی شو د خپلو خبرو په مرسته د نورو ترمنځ دومره زړه راښکونکي شو چې نوم مو د هرچا په خوله وي؟ څه چمتووالی بايد ونيسو چې د هغو په ترسره کولو سره ډېر ژر د نورو اعتماد ترلاسه کړو او زمونږ خبره ومني؟
۱- ډېر وخت خبرو ته غوږ ونيسئ
تاسو بايد د خلکو خبرو ته غوږ کېږدئ، حتا که په دې هم پوه شئ چې څه وايي. که د هغوی لپاره څه کار نشئ کولی، نو حد اقل خبرو ته يې غوږ کېږدئ. خلک دې ته اړتيا لري چې بايد خبرې يې واورېدل شي، هغوی د خپلو د مسئلو د حل په پرتله دې ته ډېره اړتيا لري، چې خبرې يې واورېدل شي. په بشپړ ډول يې خبرو ته غوږ کېږدئ. هغوی دا نه غواړئ چې تاسو دې ورته نصيحت وکړئ.
۲- ډېرې پوښتنې وکړئ
د ډېرو پوښتنو کول د دې لامل ګرځي چې ترڅو په دقيق ډول په دې پوه شئ چې خلک څه غواړي. ډېری وخت داسې هم پېښېږي، هغوی چې څه غواړي د هغه څه چې وايي يې توپير ورسره ولري، نو په همدې اساس دا ستاسو هنر دی چې په دې پوه شئ چې خلک څه غواړي. که تاسو په دې پوه شئ هغوی واقعا څه غواړي، نو هغه وخت کولی شئ په دقيق ډول پوه شئ چې هغوی تاسو ته څه وړانديز لري. که تاسو متوجه شوي ياست، بانفوذه خلک چې هرچېرته وي؛ ډېرې خبرې نه کوي او تل د پوښتنو کولو په په حالت کې وي.
۳- يو ( انسان – انسان ) اړيکه رامنځ ته کړئ
(خلک) هم ستاسو په څېر انسانان دي. هغوی هم په خپل ژوندانه کې يو لړ ستونزې لري، بوختياوې لري، تفرېح ته اړ دي… که تاسو غواړئ هغوی ته دا وښاياست چې هغوی ته د وسيلې او آلې په توګه نه ګورئ؛ بايد د هغوی ستونزې واورئ او همدردي ورسره وکړئ. که غواړئ هرچاته هرڅه ووايئ او هغوی دې پرته له کوم دليله ومني، نو يوازې دا بسنه کوي چې هغوی ته يو زنګ ووهئ او د حال پوښتنه يې وکړئ. د هغوی د وروستيو ستونزو په اړه ترې وپوښتئ او که ممکن وي د هغوی يوه کوچنۍ ستونزه هم حل کړئ. تاسو د دې کار په ترسره کولو سره کولی شئ چې د هغوی په زړه کې ځای پيدا کړئ او له تاسو څخه به د عمر ترپايه خوښ او راضي وي.
۴- خنډ مو له مخې لرې کړئ
ښايي دا درته ډېره ستونزمنه وي ترڅو وغواړئ د خپل ژوندانه خصوصيات له نورو سره شريک کړئ، ترڅو هغوی دا احساس وکړي چې د پټولو لپاره څه نه لرئ، سمه ده. ستاسو شخصي ژوند ستاسو شخصي دی او دا يوازې ستاسو لپاره دی.
تاسو بايد هغه د نورو سره شريک نه کړئ. خو په ژوندانه کې ځيني څيزونه شته چې تاسو خپله هم پوهېږئ چې اوس هم ځانګړي يا خصوصي دي او په راتلونکې کې به عمومي شي. خنډ مو مخې ته مه پرېږدئ او د رازونو د شريکولو لپاره بايد يو اعتمادي څوک ولرئ.
۵- د مننې لپاره هېڅ فرصت له لاسه مه ورکوئ
همدا اوس فکر وکړئ چې د وروستي ځل لپاره چا له تاسو سره مرسته کړې يا تاسو سره يې ښېګڼه ترسره کړې؟
سبا په يوازې توګه ورشئ او مننه ترې وکړئ. دا کار د دې لامل کېږي چې خلک دا احساس وکړي چې تاسو يو لويه کړنه ترسره کړې ده. هغوی احساس کوي چې تاسو يې په قدر پوهېږئ او تل به تاسو ته ژمن وي.
۶- د مينې او اخلاص لاس ورکړئ
چا چې پرمختګ کړی، نسبتا يو ښه کار يې ترسره کړی او يا هم ستاسو په حق کې يې يو لطف کړی؛ نو لاس ورته ورکړئ. خلک د دې کار مينه وال دي، ځکه په ماشومتوب کې يې د ټلويزون په پرده دا ليدلي دي چې مهم خلک يو بل ته د مينې لاس غځوي او دغه کړنه يې په ناخود اګاه ذهن کې پاتې کېږي او تاسو بايد داسې يوه کړنه ترسره کړئ چې هغوی ته ښه احساس وروبښئ.
که غواړئ د دې کړنې اغېز ۱۰ برابره وي، نو په اجتماع يا د خلکو په جمع کې يې وهڅوئ او د اخلاص لاس ورته وغځوئ.
۷- که مو تېروتنه وکړه، نو بښنه وغواړئ
کوم کسان خپله تېروتنه مني؟ باعزته خلک ورته ویل کیږي.
که مو کله تېروتنه وکړه نو له نورو بښنه وغواړئ، د دې کړنې په ترسره کولو سره به هغوی ته دا وښاياست چې تاسو د عزت خاوندان ياست او د تکيې وړ کس ياست. که تاسو په خپل ځان باور ولرئ، نو هرڅوک چې له تاسو سره وي؛ اعتماد وکړئ او تل هڅه وکړئ چې اورېدونکی ولرئ ترڅو ستاسو خبرو ته په مينه غوږ ونيسي.
۸- خلکو ته هغه څه ورکړئ، چې غواړۍ يې
که د خلکو سره د هغو څيزونو په برخه کې مرسته وکړئ چې په لټه کې يې دي؛ نو د تل لپاره به ستاسو احسانمند وي. خلک دا نه خوښوي چې د چا څخه احسانمند شي او هر وخت د هغه په ليدلو سره وشرمېږي، په همدې اساس تل هڅه کوي چې د هغوی مهرباني او لطف بېرته جبران کړي.
که تاسو د نورو سره مرسته او همکاري وکړئ يا هغه څه ورته ورکړئ چې دوی يې غواړي؛ پرته له شکه چې هغوی به هم تاسو سره د مرستې هېڅ موکه له لاسه ورنکړي.
۹- مه پرېږدئ چې نور خجالته شي
که نور خلک ستاسو پر وړاندې شرمنده شي نو تر وروستي بريده به هڅه کوي چې له تاسو سره اړيکه ونه لري او دا هغه څه نه دي چې مونږ يې په لټه کې يوو.
که فکر کوئ چې يو شخص له تاسو څخه د داسې يو کار غوښتنه کړې چې وړ يې نه دی او يا هم ورته مناسب نه دی؛ نو څه به ترسره کړئ؟ د هغه ځواب ورکړئ، هغه انتظار مه پرېږدئ او په چورلټ ډول ورته حقيقت بيان کړئ او داسې ځواب ورکړئ چې خجالت او مايوسه نشي.
۱۰- ټيليفون وکړئ
ايا په دې وروستيو کې په کمه اندازه چاته زنګ وهئ؟ په بدل کې يې د ټولنيزو رسنيو، اس ام اس او ايميل څخه ګټه پورته کوئ؟
که داسې وي نو يو ارتباطي به له لاسه ورکړئ. زنګ وهل او په مستقيم ډول اړيکه نيول په جدي ډول څو ځايونو کې ارزښت لري او هېڅ څه نشي کولی چې ځای يې ونيسي: ۱. د بدو خبرونو په لېږدولو. ۲. د ترفېع او شغلي پرمختګونو.
تاسو چې کله يو چاته زنګ وهئ، نو هغوی ته دا ښايئ چې تاسو ورته دومره اهميت قايل ياست چې خپل کارونه مو پرېږدئ او هغه سره د خبرو کولو لپاره د ټيليفون غوږۍ پورته کوئ. دا د نورو کسانو د جلبولو او په هغوی د اغېز کولو، غښتلې لاره ده.
که دقت وکړئ. ټول هغه رازونه مو چې وويل همغه دي چې مونږ يې خوښوو او هيله لرو چې نور هم زموږ پر وړاندې همداسې واوسي. بانفوذه او اغېزلرونکې کسان د خپل ځان په اړه ډېر مالومات لري چې کولی شي د خپل د مهموالي حس او اړتيا درک کړي او د هغو په مرسته د نورو احساساتو ته اهميت ورکړي.