څلور هڅوونکې سلا مشورې چې هر چا ته ګټورې دي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: ټیم ډینینګ
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
هره ورځ له خپلو لوستونکو څخه ګڼ شمیر بریښنالیکونه ترلاسه کوم او د خپل د ژوند ستونزې راسره شریکوي او د حل لارو غوښتنه یې راڅخه کوي.
تیره اوونۍ مې یو بریښنالیک ترلاسه کړ او په دې پوه شوم، چې زما سلا مشورې ډیری وخت یو شان وي. همدا ده چې ومې غوښتل د نوموړي کس د ستونزې د حل لار لیک له تاسې سره هم شریک کړم، ځکه چې ډیری وخت له خپلو لوستونکو څخه همدا ډول بریښنالیکونه ترلاسه کوم او سلا مشورې ورکوم.
لاندې هغه څلورهڅوونکې سلا مشورې دي، چې ما دغه ماتې خوړلي کس ته لیکلي دي:
۱- داسې کس ومومه چې وکولی شي ستا فکر بدل کړي.
دغه سړي ګڼ شمیر ستونزې لرلې او له ما یې وغوښتل چې حل لارې ورته ور په ګوته کړم. ټولې ستونزې یې داسې له جزیاتو سره لیست کړې وې، چې فکر یې کولو د حل لار نه لري. دغه کس داسې بریښیده لکه ما چې اړ باسي چې داسې ځواب ورکړم، “ملګریه! ته په سمه یې. دغه ټولې ستونزې د حل لار نه لري او زه هم په اړه یې درسره څه مرسته نه شم کولی.”
لومړۍ څه چې زه داسې مات شویو کسانو ته وایم، هغه دا ده چې دوی باید له خپلو منفي فکرونو څخه بهر شي، ځکه چې دوی د خپلو ننګونو په فکرونو کې راګیر دي او باید خپلو فکرونو کې بدلون راولي. تر ټولو ساده او چټکه لار یې دا ده چې باید داسې یو کس پیدا کړي، چې وکولی شي د دوی فکرونه ورغوي او بدل یې کړي.
۲- که له دندې دې خوښ نه یې، خوشې یې کړه.
دغه په زړه مات کس د خپلو ستونزو ډیره پړه په خپلې دندې اچوله او دا یوه ساده موضوع ده چې ډیری هغه بریښنالیکونه چې زه ترلاسه کوم، خلک خپل ځان مات ښيي. دوی هر یو له داسې یوې موضوع سره مخ وي، چې ریښه یې له خپل ژوند څخه اخیستې وي.
هغه څه چې ډیر اړین دي، هغه دا ده چې ستا دنده او یاهم سوداګري ستا خپله پریکړه ده او تا خپله همدا کار خپل ځان ته غوره کړی دی. په همدې اساس، که چیرې له پایلې یې خوښ نه یې، خوشې یې کړه.
یوه مشهوره وینا ده چې وايي: “د هغه څه پریښودل چې کرکه دې ترې کیږي، ترټولو غوره پریکړه ده.”
ته تل کولی شې چې د عاید بله سرچینه ومومې، خو خپل روغتیا ته باید لومړیتوب ورکړې. که ډیره اړتیا نه لیدل کیدله، نو هڅه وکړه چې ورو په ورو سره یې پریږدې، خو باید ځان ډاډمن کړې چې هرومرو یوه ورځ نه یوه ورځ یې باید پریږدې. اجازه مه ورکوه چې کار یا دنده دې ستا خوشالي غلا کړي؛ هغه څه چې دې نه خوښیږي، د پای ټکی ورته کیږده.
۳- ډیره ناکامي تجربه کول انسان پیاوړی کوي، نو ترې مه ویریږه.
زما دغه ملګري بریښنالیک کې دا هم ویلي و، چې دی ناکامیږي ډیر، نو ما یې په ځواب کې وویل: “که چیرې ته ډير ناکامیږې، نو دا د نن ورځې لومړنی په وینو لړلی خبر دی چې زه یې اورم. ته نه باید د ناکامۍ په مقابل کې ځان ټیټ احساس کړې؛ باید په اړه یې ډیر فعال واوسې او له هرې ناکامۍ درس واخلې ترڅو نورو ته د ماتې ورکولو چل زده کړې.” دا په دې مانا ده چې ته حرکت کوې او عملي ګام اوچتوې او همدا کار تا ته (۹۹٪) سلنه له هغه چا بهتره دی چې هیڅ څه نه کوي او کرارې د بخت په تمه د خپل کور په کوچ کې ځغیدلی وي. که چیرې ته نن ورځ ناکامي ومنې، نو یوه ورځ به خامخا بریالی شې.
مشهوره وینا ده چې وایي: “د یوه کار په ترسره کولو کې لومړی باید لاس په کار شې او وروسته باید له حاصل څخه یې څه زده کړې او بیا باید د خپلې کښتۍ بادبانونه د خپل د مسیر پر لور عیار کړې.”
۴- له داسې خلکو لیدنه وکړه چې په خیمو کې ژوند کوي او بې وزله وي.
ما ډیر ځلې دغه خبره کړې ده او شخصاً خپله ماته ډیره ګټوره تمامه شوې ده. په حقیقت کې، تیره اوونۍ هم ما له بې وزلو کسانو لیدنه وکړه او د هغوی له حال څخه مې ځان خبر کړ. دا هغه مفکوره ده، چې ته باید نور خلک ووینې چې هغوی په کومو ستونزو کې راګیر دي او له ځان څخه وپوښتې چې ایا ستا ستونزې سترې دي او که د هغوی؟ لږ تر لږه یو ورځ ورسره تیره کړه او وروسته بیا وګوره چې ستا لید څومره بدلیږي او څومره نوی کیږي او په خپل حالت به څومره شکر وباسې.
کله چې دې فکر بدل شو، نو له ځان سره به ووایې چې، “باید له دغو خلکو سره مرسته وشي، ځکه چې د دوی د ستونزو په مقابل کې خو زما ستونزې هیڅ هم نه دي او زه خو ارام او ښه ژوند لرم.”
یو ځل چې د نورو خلکو ستونزې او حالت ووینې، نو ته به په ځان کې دا وړتیا پیدا کړې چې څنګه خپل د بدبختۍ مثال له منځه یوسې.