ځوان لوبغاړو افغانستان سترې بریا ته ورساوه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې نن د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه.
په سیالۍ کې د امارتو لوډلې افغان لوبډلې ته د شایمن انور د ۶۴ منډو جوړلو سره د ۱۷۸ منډو هدف ورکړ.
د افغان لوبډلې ځوابي پیل یو ځل بیا لوبډله په ستونزه کې راګیره کړه او د شهزاد محمدي وروسته یې ویکټې یو بل پسې په پرلپسې ډول ګوزار شوې، چې د ۵۴ منډو جوړلو سره یې خپل ۵ لوبغاړي د لاسه ورکړل، خو د ځوان ګلبدین ناییب او نجیب ځدران بهترینې ملګرتیا افغان لوبډله سترې بریا ته ورسوله.
په سیالۍ کې ګلبدین نایب د لمړي ځل لپاره د شهزاد محمدي سره د رسمي اوپنر لوبغاړي په نشتون کې د لوبې پیل وکړ، چې لوبډله یې په سخت کې وژغورله او ترپایه پورې ناسوځیدلی پاتې شو.

د امارتو خلاف د ۱۷۸ منډو هدف ځواب کې دواړو ګلبدین ناییب او نجیب الله ځدران د ۱۲۴ ناسوځیدلو منډو ملګرتیا وکړه، چې پکې ۷۴ منډې ګلبدین ناییب او ۶۳ منډې نجیب الله ځدران جوړې کړې.
په سیالۍ کې راشد خان د امارتو لوبډلې څخه ۵ لوبغاړي وسوځول، خو ګلبدین ناییب د بهترینه لوبې ترسره کولو له کبله د دې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
افغان لوبډلې په دې بریا سره دوه نور پواینټونه هم ترلاسه کړل او په روان غوراوي جام سیالیو کې ټول ۴ پواینټونه شول او په خپلې راتلونکې سیالۍ کې د ایرلینډ خلاف د بریا په خپلولو سره به د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ هیلې ژوندۍ وساتي.
اوس به افغان لوبډله دې ته انتظار کوي، چې د سبا ورځ په سیالۍ کې ویسټ انډیز سکاټلینډ ته او په بله سیالۍ کې متحده عربي امارات د زیمبابوې لوبډلې ته ماتې ورکړي او یا یې سیالي مساوي پای ته ورسیږي.

د زیمبابوې په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې افغان لوبډلې د خپلو ترسره کړیو ۶ سیالیو څخه په ۳ لوبو کې ماتې او ۳ لوبو کې بریا خپله کړه، خو لا هم د مخکې تګ لپاره په ستونزو کې ګیر ده.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرکټ لوبډله به درې ورځې وروسته په خپلې راتلونکې سیالۍ کې د روانې مارچ میاشتې په ۲۳ مه نېټه د جمعې په ورځ د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د سیالۍ ډګر ته وځي.