ځاځي په پي‌‌اېس‌اېل کې درېیمه نیمه سلیزه ووهله، د درېیم ځل لپاره د لوبې غوره لوبغاړی شو

رنګین تجريدي ډیزاین

افغان کیڼ لاسی طوفاني توپوهونکی چې د پاکستان سوپر لیګ په شپږم پړاو کې د پښتني سیمې لوبډلې پېښورزلمي په ملاتړ لوبېږي، په څلورو لوبو کې یې درېیمه نیمه سلیزه ثبت کړه او د درېیم ځل لپاره یې پېښور زلمي لوبډله په بریا ونازوله.

هغه په دې لوبو کې څلورو سیالیو کې برخه اخیستې ده او ۲۰۶ منډې یې پکې کړي دي.

هره لوبه کې یې اورېج یا اوسط منډې پنځوسیزه ده.

په لومړۍ لوبه کې یې ۶۳ منډې کړې وې، په دویمه لوبه کې په صفر اوټ شوی و، په درېیمه لوبه کې یې د کراچۍ پر وړاندې ۷۷ منډې وکړې او په مهمه حذف کوونکې لوبه کې یې د اسلام اباد پر وړاندې ۶۶ منډې وکړې او لوبډله یې د بریا پر کرښه ودروله.

پېښورزلمي لوبډلې اسلام اباد یونایټېډ ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

پېښورزلمي لوبډله به د پنجشنبې په ماخستن له ملتان سلطان لوبډلې سره د اتلولۍ ګټلو په پار پایلوبه ترسره کړي.

پېښورزلمي لوبډلې له دې وړاندې دوه ځلې اتلولۍ ګټلي او ملتان سلطان تراوسه د اتلولۍ مزه نه ده څکلې.

ځاځي د اسلام اباد پر وړاندې لوبه کې په ۴۴ توپونو د ۴ شپږیزو او شپږ څلوریزو په مرسته ۶۶ ګټورې منډې وکړې.

دا درېیم ځل دی چې حضرت الله ځاځی په پي‌اېس‌اېل کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه اخلي.

جاوېد افریدي له ځاځي مننه وکړه

جاوېد افریدی چې د پېښورزلمي لوبډلې مالک دی، له ځاځي څخه یې ځانګړې مننه کړې او په خپله فیسبوک پاڼه یې لیکلي، چې ځاځی صیب له تا ډېره مننه.

خپله ځاځي په خپله مرکه کې ویلي چې دی له هیڅ ډول بالر څخه وېره نه لري او د سپېن بالرانو په ټکولو یې هم اوس کار پیل کړی دی.

حضرت الله ځاځي دوه لوبډلې له پي‌اېس‌اېل څخه بهر کړې، لومړی یې کراچي کېنګز چې تېر کال اتله وه له سیالیو په حذف کوونکې لوبه کې بهر کړه او ورپسې یې اسلام اباد یونایټېډ چې دوه کاله مخکې اتله پاتې شوې وه او سږ کال د نومرو د جدول په سر کې وه، بهر کړه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.