ژباړه: نور احمد فضلي
تر یوې اندازې شتمني د ټولو انسانانو ګډه هیله ده. هغه که د لوړعاید لرونکي موقف له لارې وي یا د لاټرۍ د ګټلو څخه، څېړني ښيي چې پیسې کولی شي ستاسو سلوک واړوي چې دا اوښتون همېشه د بهتر کېدا په لور نه وي. البته شته خیر رسوونکي، نېک کاره او سخي شتمن کسان خو د ځینو څېړنو پایلو ښودلي دي چې یاد کسان ممکن مستثنی وي نه چي ټول به داسې وي.
ستاسو افکار، چال چلند او کړني ستاسو د ارواپوهني سره اړیکه لري چې ستاسو د ارثي ترکیب د زیاتو لاملونو څخه بیا ستاسو د لوېیدلو تر جریانه، تشکیل شوې ده. هو، پیسې به ستاشي فکري سیسټم ته بڼه نه ورکوي خو کولی شي د نورو سره ستاسو تفکر او چال چلند اغېزمن کړي. د پیسو د شتون یا نشتون پر اغېز- چې ستاسو پر چال چلند یې لرلی شي- لا زیاته پوهېدنه کولی شي مرسته وکړي کله چې غواړي تاسو کنټرول کړي او له سمې لارې څخه مو واړوي، پوه شئ او وئې دروی.
پیسې څنګه ستاسو پر چال چلند اغېز غورځوي؟
ستاسو له اړیکو نیولې بیا ځان ته ستاسو تر ارزونې پورې، پیسې ستاسو پر باورونو زیات تاثیر لري. زیات شواهو او څېړنو ثابته کړې ده چې پیسې کولی شي انسانان واړوي.
۱- ټولنیز او تجارتي ارزښت
د ۲۰۰۴ م کال یوې څېړني ثابته کړه چې پیسې ستاسو هغه ارزښت چې تاسو یې خپل وخت او کوښښ ته ورکوی؛ بدلولای شي. د جیمز هیمن او دان آریلی په نومونو دوو څېړونکو یوه تجربه وکړه چې له مخي یې کولی سوای د یوه کار د بشپړېدو له پاره په افرادو کښې د انګېزې کچه د پیسو پر بنسټ وسنجوي. له برخوالو وغوښتل سول چې د کمپیوټر پر یوه صفحه یوه دایره رسم کړي. له یوې ډلي وغوښتل سول چې دوی دي دا کار په وړیا او د مرستي په ډول وکړي او بلي ډلي ته وویل شول چې د یاد کار په بدل کښې نیم ډالر ورکول کیږي او درېیمي ډلي ته وویل شول چې ددې کار په بدل کښې به دوی ۵ ډالره ترلاسه کړي. برخوالو ته تر وخت ورکولو وروسته، هغي ډلي چې ورته ویل شوي وه چې یاد کار دي په وړیا توګه وکړي، کار یې له دوو نورو ډلو څخه په چټکۍ سره وکړی. په دوهم ردیف کښې ۵ ډالري ډله او درېیم کښې نیم ډالري هغه وه.
څېړونکو پایله را وه ایستله چې د یوه کار کولو له پاره دوې انګېزې شتون لري. لومړۍ انګېزه ټولنیزه ده. د یوه کار د ټولنیز ارزښت په تشخیص سره، دې کار ته د یوه ټولنیز خیر او زموږ د اجتماعي او ټولنیزي دندي د یوه ارزښتمني زماني پانګوني په نظر ګورو او له مرستي او کومک کولو څخه راضي او خوښ یوو. خو کله چې پیسې د انګېزې په توګه وړاندي کیږي، بیا ټولنیز اړخ ته د تجارتي هغه په پرتله کمه پاملرنه کوو. په پایله کښې زموږ وخت د هغه مالي ارزښت پر بنسټ چې موږ ته راکول کیږي سنجوو چې ښکاره کوي ولي د نیم ډالري ډله ټنبله او وروسته پاتې وه- ځکه چې فکر یې کوی وخت او کوښښ یې د ډیرو پیسو ارزښت لري.
ښکاره ده چې د ارزښت په ټاکلو کښې، پیسې کولی شي یوه انګېزه وشمېرله شي. سمه ده چې خیر او مرستي له مخي د یوه کار کول مثبت مفهوم لري، خو کله چې د پیسو خبره رامنځته کیږي، بیا پر دې مهال په ټولیزه توګه یاد مفهوم له ذهن څخه وزي. دا کولی شي چې ستاسو په کاري ژوند کښې جدی اثرات ولري. که احساسوی چې د ډیرو پیسو وړتیا لری، په پایله کښې یې کم کوښښ کوی.
۲- پر ځان بساینه او خدمت
هغوی چې ټول فکر یې د پیسو سره وي، معمولاً هڅه کوي چې تر هغو کسانو زیات چې پیسې ورته لومړیتوب نه لري، پر ځان بسا وي- لږترلږه دا هغه څه دي چې په کال ۲۰۰۹ م کښې د ییل پوهنتون د ادارې/مدیریت په پوهنځي کښې څرګند شو. څېړنه داشي وه چې یوه ډله برخوال یوه اطاق ته ورغلل چې هلته د پیسو بېلابېلي نښي نښانې وې مثلاً پر مېز باندې میده پیسې، د پیسو په اړه لیکنې یا لږترلږه د مالي موضوعاتو په اړه مقالې لیکلي شوي وې. دوهمه ډله داشي اطاق ته ورغلل چې هلته د پیسو هیڅ بحث نه وو. پر دې دواړو ډلو تجربه وسوه.
کله چې ډېر ستونزمن او نژدې غیرممکن کار یادو ډلو ته وسپارل شو، په دې شرچي د اړتیا پر مهال د دوی سره کومک کیږي، هغي ډلي چې په پیسو پورې اړوند وه تر ډېره کوښښ کاوه چې خپل کار په یوازی ځان وکړي، تر دې چې د کار پای ته رسول په یوازې ځان سره شوني نه ول. بلي خواته، دوهمه ډله د کومک غوښتني لېواله وه. له دې څېړني دوی داشي پایله را وه ایستله: هغه کسان چې پیسې ورته ارزښت لري، له نورو څخه پر ځان بسیا دي، په ځانګړي ډول کله چې د دوی اصلي تمرکز پیسې وي.
دې څېړني ادامه پیداکړه څو وښيي چې پیسې څنګه کولی شي د وګړو پر چال چلند اغېز وشیندي. ددې له پاره یې بیاهم د همدې برخوالو څخه ګټه پورته کړه څو په دوی کښې د مینې او خدمت انګېزه و ارزوي. کله چې به یو نفر چې دوسیې، کاغذان او رنګ و قلمان به ورسره وه د دوی څخه تېرېدی او په ناڅاپي ډول به یې خپل سامان پر ځمکه اچول، کومي ډلي ته چې د پیسو یادونه نه وه شوې؛ هغې به زیات کومک کاوه. هغي ډلي چې د پیسو یادونه بحث یې اورېدلی وو؛ نه یې د کومک کولو او نه اخیستلو علاقه درلوده.
۳- د ځان ارزونه
ستاسو د پیسو اندازه کولی شي ستاسو پر ارزونې- د ځان او نورو- په اړه اغېز ولري. په هغه څېړنه کښې چې پر کال ۲۰۱۳ – اګسټ د شخصیت او ټولنیزي ارواپوهني په مجله کښې خپره سوه، له وګړو وغوښتل سول چې د ټولنیزي طبقې، ارثیت او حتا IQ ته ورته څیزونه درجه بندي کړي. د تحلیل په پایله کښې، دوی د” ټولنیزي طبقې ذات “ د حس په توګه وپېژندل سول، دا نظر چې د ټولنیزو طبقو ترمنځ توپيرونه د هویت او ارثیت (جنیټیک) پر بنسټ دي نه د محیط او چاپيریال.
تر ټولو شتمن کسان هغوی وه چې د ټولنیزي طبقې ذات ژور حس یې درلودی. فقیر کسان معمولاً په دې باور وه چې ټولنیزه طبقه د جنونو سره اړیکه نه لري- یانې هرکس کولی شي چې شتمن یا فقیر اوسیږي. له بلي خوا څخه شتمنو کسانو باور درلود چې شتمني د افرادو د ارثیت او جنیټیک یوه برخه ده، یانې د خپل فردي شرایطو، وضعیت او د دوی د سلوک پر بنسټ شتمن شوي دي. دوی همدارنګه په دې باور وه چې ژوند لږ و ډېر منصفانه او عادلانه دی او خلک چې د څه شي وړ وي؛ هغه ترلاسه کوي.
۴- اخلاقیات
آیا کله چې غواړی مالیه ورکړئ، د خپل عاید سم او دقیق شمېر وړاندي کوی که فکر کوی چې کم شمېر وړاندي کول توپير نه کوي؟ پر کال ۲۰۱۲ د یوې څېړني په ترڅ کښې له خلکو پوښتنه وسول چې آیا ډېره شتمني او لوړه ټولنیزه طبقه کولی شي په فرد کښې د غیر اخلاقي سلوکونو ښکاره کېدا احتمال زیات کړي؟
پر موټر باندي له پلېټ وهلو څخه بیا په لوبه کښې تر چم کولو یا د مجلس پر مهال د زیاتو چاکلېټو پورته کول، ډېر شتمن کسان هغوی وه چې د قانون ماتوني زیات احتمال پکښې وو، حتا کله چې څېړونکو دوی ته ویلي هم وه چې که ډېر چاکلېټ دوی واخلي؛ د کوچنیانو له پاره کم چاکلېټ پاتيږي. ددې څېړني څېړونکي پاول کی. پیف او همکارن یې زیاتوي: هغو کسانو چې فکر یې کاوه د لوړ موقف اړوند دي، تر ډېره یې له ځانونو څخه غیراخلاقي کړني څرګندولې، په ځانګړي ډول هغه وخت چې د شتمن نښاني معرفي شوي وي مثلاً په یوه لوکس موټر کښې سپور یې او یو لاروی وهې- په دې نیت چې ته خو خان یې!
په څېړنه کښې دې سلوک ته د” د ځان په ګټه ډېرښت/افراط “ نوم ورکړل شو، هغه نظر چې وايي: کوم کسان چې زیاتي پیسې لري یا د لوړ موقف او لوړي طبقې خلک دي، تر ډېره پر دې چې:” دا زما له پاره کومه ګټه لري؟ “ فکر کوي. دوی همېشه د زیاتي ګټي ترلاسه کولو په فکر کښې وي. دا څېړنه ښيي چې یاد خلک فوق العاده کاري رهبران جوړیږي ولي چې ډېره هڅه یې د یوه قرارداد یا کار څخه د ګټي پر حاصلولو باندي وي.
۵- روږدېدنه/اعتیاد
په دې وجه بېلابېلي روږدېدني شروع کیږي چې فرد د یوه خاص سلوک څخه یو مثبت ځواب ترلاسه کوي. هغه که ښّ حس وي چې له رانیولو نیولې یا هغه وهم چې له قمار کولو څخه راولاړيږي. دا چې په بیا بیا د هماغه ځواب/غبرګون ترلاسه کولو له پاره همدا سلوک وښيې؛ کولی شي چې ستاسو په روږدېدا واړوي. دې ته” د سلوک یا پروسس روږدېدنه “ وايي- یو وسواشي سلوک چې د نشه يي توکو په یوې مادې پورې په تړلتیا سره نه تحریک کیږي، بلخوا په یوه جریان چې په مثبتي پایلي سره تمامیږي.
پیسې ګټل کولی شي د ډېرو کسانو له پاره روږدېدنه وي. د کلینیکي ارواپوهني متخصص، تیان دایتون مو پام را اړوي چې د سپما یو بانکي حساب یا د لوړ مبلغ چِک کولی شي چې د انسان په یوازینۍ موخې بدل شي. نوموړی خبرداری ورکوي، هغه مثبت حس چې د پیسو ترلاسه کولو وروسته رامنځته کیږي کولی شي په مغز کښې یوه کیمیاوي ماده ایجاد کړي چې ښه احساس لري. په مقابل کښې، کولی شي په پیسو کښې په زیاتي بوختېدني سره تمامي شي او د فرد باندینۍ اړیکي زیانمني کړي.
وروستۍ خبري
مهمه نه ده چې شتمن له موره پیدا شوي یاست یا مو بخت یاري درسره کړې وي، پیسې ستاسو پر چال چلند باندي اغېز پرېږدي او ځینې تاثیرات او اغېزې یې ممکن منفي وي. سره له دې د پیسو پر ټولنیزو لومو، مثلاً د میني لږېدل، د ټولنیزو طبقو ترمنځ مخالفتونه، یوازيتوب او د اخلاقیاتو پر زوال او انحطاط په پوهېدو سره د شتمن کېدو د ځینې منفي تاثیراتو په وړاندي له ځانه ساتنه وکړئ. په نېکو او خیریه کارونو کښې ژمنتیا ښودل او د خپلې ټولنیزي دایرې پراخول او د ټولني له بېلابېلو طبقو څخه د دوستانو لرل او ستاسو متفاوت عاید کولی شي چې ستاسو سره مرسته وکړي څو د خپلو پیسو څخه په مثبتو کارونو کښې کار واخلی.
سره له دې چې ډېری ثبتونه ښيي چې پیسې خلک بدلوي، خو شونې ده ستاسو کچه متفاوته وي. د پیسو په مقابل کښې څو ټولنیز-اقتصادي لاملونه چې له جملې څخه یې عمر، نژاد، د زده کړو سطح، ځای او شخصي ارزونه کولی شي ددې څېړنو پایلي منحرفي کړي. سمه ده چې” شتمن کېدل “ کولی شي ستاسو د فکر ډول بدل کړي خو نه شي کولی چې ستاسو ارثیت، هویت، کوښښ یا کورنۍ تاریخچه بدله کړي. په پای کښې، ستاسو نظریات او ارزښتونه ستاسو د بانکي حساب په نسبت ډېر ستاسو معرفي کوونکي دي.