د پښتون قام د غېرت په اړه خو به مو ډېرې اورېدلې او لوستلې وي، چې اکثره برخه یې په نرانو راڅرخي؛ مګر که ځیر شو نو په پښتني فوکلور کې د ښځو د ننګ،غیرت،همت او زړورتیا بې سارې بېلګې تر سترګو کېږي.
که د پښتني فلکلور خبره کوو، نو ښه دا ده چې تر ټولو اول بايد د فلکلور له کليمې سره اشنا شو. دغه کلمه ځينې ( فوکلور) وايي او ځينې نور يې بيا ( فلکلور) چې انګريزي تلفظ یې هم له پښتو تلفظ سره سم دی (folklore ) وايي ، خو دا هغه ټکی دی چې نه غواړم بحث پرې وکړم. فولکلور اصلن انګليسي کليمه ده له (فوک- خلک) او (لور- پوهې) څخه جوړه شوې ده او په همدې اصطلاح په ټوله نړۍ کې مشهوره شوې ده، په انګليستان، فرانسې او امريکې کې د ټولو خلکو د محصول او اثارو حالت ته فولکلور وايې، لکه: شعر، موزيک، نڅا، حکاکي او همدارنګه عقيدو او عنعناتو ته هم فولکلور ويل کيږي.
فولکلور ته د خلکو ادبيات، د اولس ادبيات ، د خلکو فرهنګ، ولسي پوهه، د خلکو زده کړه، عاميانه ادب او رسوم، اولس پېژندنه او د خلکو پوهه هم ویل شوې ده. لنډه دا چې د هرې ټولنې رسم و رواج، کلتور، راکړه ورکړه، لوبې، جنګونه ، ښادۍ، ويرنې او بېلا بېلې کړنې د هغوی په فلکور کې راتللی شي او ترې بحث کوي.
که پښتنې د تاريخ په هنداره کې مطالعه کوو، نو ښکاره ده چې د اريایانو له وخته تر اوسه د پښتنو ميرمنو د ژوند په زياتره برخو کې له نارينو سره اوږه په اوږه ولاړې شوي او د ښځينو فولکور يې ژوندی ساتلی دی.
د تاريخ په پاڼو لا هم ثبت دي چې په پښتنو قبيلو کې ښځو په هره برخه کې ونډه ښودلې، له ادب نيولې، تر سياست او تر سنګر نيولې د مينې تر قربانېدا پورې يې دا اعزاز په برخه شوی دی.
لږ تېر ته نظر کوو، ما مخکې د پښتنو ميرمنو د سنګرونو د ګټلو خبره وکړه، په پښتنو کې مشهوره د ميدان ګټونکې ميرمن (( ملاله ميوند )) وه چې په خپل مېړانتوب او له نارينو سره يې يوزای يې د فتحې بيرغ د ميوند په جنګ کې پورته کړ. ملاله د میوند جګړې، د دويم افغان جنګ ( ۱۸۷۸م نه تر ۱۸۸۰ د جولاۍ په ۲۷ نيټه، افغان لښکر د سردار ايوب خان په مشرۍ، د ميوند په ميدان کې په انګريز پوځ حمله وکړه. همدا خو د تاريخ په پاڼو کې د هغه فولکلور خبره ده چې د پښتنو ميرمنو په کې شهامت ښودلی او يوه لويه فتحه یې لاسته راوړې ده. هغه جنګ کې د ملالې د خولې دغې حماسې چې:
که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدایږو لالیه! بې ننګۍ ته ساتمه
له زوره لويدلي، ترهېدلي او ژوبل غزيان بيا په جوش او ولولو راوستل، وينه یې ورکې تازه کړه، روحونه یې په کې واچول او په دښمن يې داسې بريد وکړ چې له زياتو مالي او ځاني تلفاتو سره يې ميدان پرېښود او جنګ د افغانانو په بري پای ته ورسېد.
د ملالې ميوند د شهامت او باتورۍ کيسه د هغه فولکلو برخه وه چې د افغانانو د باتورۍ خبره پکې شوې وه، پښتي ميرمنو په دې سربېره چې جنګونه يې ګټلي او له نارينو سره يې په کې برخه اخيستې، د خپلو مينو قدر يې هم کړي، د مينې او خلوص اړيکه يې هم ژوندۍ ساتلې وه، چې دا د ادب د يوې لويې برخې شاو خوا ده. اوسنيو مئينو ته د هغوی ژوند او داستانونو يو جرآت ورکړی او له دې بريښي چې ښځينو نه هم د جنګ په ډګر بې ننګي کړې او نه یې هم له خپل محبوب سره د وصل د تار په پرېکون ژوند کړی دی. د بېلګې له پاره يې وايم چې: ګلبشره څنګه د طالبجان په مرګ مړه شوه، نمرو د خپل تره زوی تاج محمد لپاره څومره قرباني ورکړه، شېرینۍ د مومن خان د جسد په ټټر څنګه ساه ورکړه؛ همدا شان شېربانو وګورو چې په څه حال کې یې له ګړنګه لوېدلي یوسف خان ته منډې وهلې او د ځان غوښې یې د غره پۀ بوټو او غنو پورې پاتې شوې… .
دا او دې ورته ډېرې بېلګې لرو چې په هغو کې پښتنو ځښو ځور لیدلی، ناکامي یې لیدلې حتا دومره دردېدلي چې ساه یې ختلې.
د پښتو ميرمنو باتوري، شهامت، غيرت او مېړانه اوس يوه الګو جوړه شوې، داسې الګو چې په وطن که درد و غم زيات شي، د افغان په نوم وګړی که له غيرت و ننګه لاس په سر شي، د خلکو هېلې مړې شي، نو هغه الګو اوس دا ټپه جوړه شوې چې:
که له ځوانانو پوره نه شوه
ګرانه وطنه! جنکۍ به دې ساتينه
له همدې لنډۍ بريښي چې د وطن، خلکو او آن فرد فرد له پاره پښتني ميرمنو قرباني ورکړې او ځکه خو يې په تاريخ کې د فولکور هره برخه ژوندۍ ساتلې ده.