د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ په تاریخ کې کامران اکمل له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۰ پورې په ۶۴ لوبو کې ۸۱ شپږیزې وهلي دي.
اصف علي په ۵۱ لوبوکې ۶۰ شپږیزې، شرجیل خان ۳۱ لوبو کې ۵۲ او فخرزمان په ۴۷ لوبو کې ۵۱ شپږیزې وهلي دي.
په غوره ایکانومي توپ اچونه
سونېل نرېن په ۲۰۱۷ او ۱۸ کلونو کې په ۶ اعشاریه ۲۲ ایکانومي توپ اچونه کړې، محمد حفیظ له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۱ پورې په ۶ اعشاریه ۷۲ ایکانومي، محمدسمي له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ پورې په ۶ اعشاریه ۸۸ ایکانومي، ذولفقار بابر په ۲۰۱۶ او ۱۷ کلونو کې ۶ اعشاریه ۹۳ ایکانومي او شاهد افریدي له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۱ پورې په ۶ اعشاریه ۹۷ ایکانومي توپ اچونه کړې ده.
د پياېساېل په تاریخ کې زیاتې وېکټې
وهاب ریاض له ۲۰۱۶ راهیسې ۸۷ وېکټې اخیستي، حسن علي ۶۹ وېکټې، محمدعامر ۵۳، محمدنواز ۵۲ او فهیم اشرف ۵۱ وېکټې ترلاسه کړي دي.
په یوه پاڼۍ کې زیاتې شپږیزې
په ۲۰۱۶ کې د عبدالرحمن په نامه لوبغاړي د کوېټې پر وړاندې لوبه کې ۱۶ شپږیزې وهلې وې.
بېن ډنک په ۲۰۲۰ کې د کوېټې پر وړاندې یوه پاڼۍ کې لس شپږیزې، عمراکمل د کوېټې پر وړاندې ۸ شپږیز، شرجیل خان پېښورزلمي پر وړاندې ۸ شپږیزې او کېوېن پېټرسن د لاهور پر وړاندې په ۲۰۱۷ کې اته شپږیزې وهلې وې.
چټکې سلیزې
په پياېساېل کې کامران اکمل په ۳۳ توپونو سلیزه وهلې، کېمرن ډېلپورټ په ۴۹ توپونو سلیزه وهلې، شرجیل خان او کولېن اېنګرام په ۵۰ توپونو او کرېس لیین په ۵۲ توپونو سلیزه وهلې ده.
په یو پړاو کې زیات کېچونه
فخرزمان په ۱۲ لوبو کې او پولارډ په ۱۳ لوبو کې په ۲۰۲۰ کې لس، لس کېچونه نیولي دي، محمدنواز په ۲۰۲۰ کې په ۹ لوبو کې ۸ کېچونه، جی پي ډومني په ۲۰۱۸ کې په لس لوبو کې ۸ کېچونه او کېرن پولارډ یو ځل بیا په ۲۰۱۷ کې په لس لوبو کې ۸ کېچونه نیولي وو.
په یوه پاڼۍ کې زیات کېچونه
روي بوپارا ۴ کېچونه، پولارډ او بابراعظم څلور، څلور کېچونه، محمدنبي عیسی خېل او محمدنواز درې، درې کېچونه نیولي دي.
په یو پړاو کې زیاتې وېکټې
حسن علي په یو پړاو کې په ۲۰۱۹ کې ۲۵ وېکټې اخیستې وې، فهیم اشرف ۲۰۱۹ کې ۲۱ وېکټې، شهنواز دهاني په ۲۰۲۱ کې شل وېکټې، وهاب ریاض ۲۰۱۸ کې ۱۸ وېکټې او شاهین افریدي په ۲۰۲۰ کې ۱۷ وېکټې ترلاسه کړې وې.