په «IPL» سیالیو کې د ډیرو سلیزو جوړونکي !

رنګین تجريدي ډیزاین

د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ چې د (IPL) په نوم سره یادیږي، پکې یو شمیر کورني او بهرني د کرکټ لوبې لوبغاړي تر نورو په سلیزو جوړلو کې مخکښ دي.
 په دغه ډله کې څوک دي ؟
 ۱ – د دغه لیګ سیالیو په لمړي مقام کې ویسټ انډیزی کریس ګیل ځای لري، چې تر دې مهاله یې ۶ سلیزې جوړې کړې دي او په یوه سیالۍ کې تر ټولو ډیرې منډې ۱۷۵ دي، چې بل کوم لوبغاړي لا نه دې جوړې کړې.

د شپږیزو د پاچا په نوم مشهور لوبغاړی کریس ګیل نه یوازې په سلیزو جوړلو کې لمړی مقام لري؛ بلکې د ډیرو شپږیزو وهلو کې هم په لمړي ځای کې قرار لري.
نوموړي د ۲۸۶ شپږیزو په وهلو سره لمړی مقام ګټلی دی او په ورپسې دویم ځای کې هندی اوپنر یا پیلیز لوبغاړی روهیت شرما ځای لري، چې ۱۷۹ شپږیزې یې وهلې دي.
 ۲ – په دویم قدم کې د هندوستان د کرکټ د ملي او په اي پي ایل سیالیو کې د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې کپتان ویرات کوهلي ځای لري.

نوموړی د کریس ګیل وروسته هغه لوبغاړی دی، چې تر نورو لوبغاړو څخه د زیاتو سلیزو جوړولو کې وړاندې دی. ده په ۱۵۳ لوبو کې ګډون کړی دی، چې په توپ وهنه کې یې د ۴ سلیزو ترڅنګ ۳۲ نیمه سلیزې هم شاملې دي.
 ۳ –  د زیاتو سلیزو جوړونکو لوبغاړو په لیست کې دریم لوبغاړی اسټرالوي شین واټسن دی، چې تر اوسه یې ۳ سلیزې جوړې کړې دي.

شین واټسن د «اي پي ایل» سیالیو کې د راجستان رایلز، رایلز چیلینجرز بنګلور او چینايي سوپر کینګز لوبډلو لپاره په ټولو ۱۰۶ لوبو کې لوبیدلی دی او د ۳ سلیزو ترڅنګ یې ۱۴ نیمه سلیزې هم جوړې کړې دي.
 ۴ – د شین واټسن وروسته بل اسټرالوي لوبغاړی ډیویډ وارنر په څلورمه کرښه کې ځای لری، نوموړی د ډهلي ډرید ویلز او سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې سره لوبیدلی دی او تر دې مهاله یې ۳ سلیزې جوړې کړې دي.

ډیویډ وارنر د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې سره د لوبډلمشر په توګه پاتې شوی دی او د «اي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې یې تر ټولو ډیرې ۳۶ نیمه سلیزې هم جوړې کړې دي.
 ۵ – د زیاتو سلیزو جوړونکو لوبغاړو څخه ۵ م مقام کې د کرکټ بې رحمه توپ وهونکی د جنوبي افریقا د کرکټ ملي او په «اي پي ایل» سیالیو کې د بنګلور لوبډلې سره لوبیدونکی لوبغاړی «ای بي ډیویلیرز» دی.

ډیویلرز هغه لوبغاړی دی، چې یوه لوبډله یې د ځان سره د لوبیدو او تړون له مخې په اسانۍ سره بلې لوبډلې ته نه ورپریږدي، نو ځکه خو تر اوسه پورې له دې وړاندې یوازې د ډهلي ډرید ویلز لوبډلې سره لوبیدلی دی او رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډله یې اوس د کلونو راهیسې بلې لوبډلې ته نه ورپریږدي.
دی د «اي پي ایل» سیالیو په ۱۳۳ لوبو کې لوبیدلی دی او د ۳ سلیزو جوړلو ترڅنګ یې ۲۳ نیمه سلیزې هم جوړې کړې دي.
 د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ ۲۰ اوریزه سیالۍ، چې د روانې اپریل میاشتې د ۷ مې نیټې څخه پیل شوې دي، پکې ورځ تر بلې هر لوبغاړی د نوي ریکارډونو د جوړلو هڅه کې دی او دغه سیالۍ یې په خپلو بهترینه لوبو ترسره کولو سره رنګینې کړې دي.