په «IPL» سیالیو کې د چټکو سلیزو جوړونکي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ ۲۰ اوریزه «IPL» یا انډین پریمېیر لیګ تجارتي سیالۍ، چې په نړیواله کچه مشهورې دي، پکې د کرکټ نړۍ پیاوړي لوبغاړي د بېلابېلو هېوادونو څخه ګډون کوي.
په دغه لیګ سیالیو کې هر بهرنی او کورنی لوبغاړی کوشش کوي، چې ښکلې چټکه او بهترینه لوبه ترسره کړي، تر څو د نور پام د ځان پر لور کړي.
په دغه سیالیو کې یو شمیر هغه لوبغاړي، چې جاریحانه توپاني بیټینګ یې کړی دی، یو خوا نندارچیان یې خوښ او بل خوا پریشانه کړي دي.
په دغه لوبغاړو کې یو شمیر هغوي چې چټکې سلیزې یا نیمه سلیزې جوړې کړې دي او خبل نوم یې د ریکارډونو په لیست کې ثبت کړی دی، په لاندې ډول دي.
۱ – کریس ګیل:

د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې پیلز لوبغاړی کریسټپر هینري ګیل، چې په نړیوال کرکټ کې په سترو شپږیزو وهلو او چټکې لوبې سره مشهور دی؛ د اي پي ایل سیالیو په شپږم سیزن کې یې په ۳۰ بالونو لوبولو سره د پوني وایریس انډینز لوبډلې خلاف چټکه سلیزه جوړه کړه. ټولې یې ۱۷۵ منډې جوړې کړې، چې پکې ۱۷ شپږیزې او ۱۳ څلوریزې شاملې وې او لا هم د لمړۍ چټکې سلیزې ریکارډ د ځان سره لري.
۲ – یوسف پټان:

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پیاوړی الراونډر لوبغاړی، چې اوس هم د آي پي ایل سیالیو کې لوبیږي، د دغه سیالیو په دریم سیزن ۲۰۱۰ م کال کې یې د راجستان رایلز لوبډلې په ګټه او د ممبيي انډینز لوبډلې خلاف دویمه چټکه سلیزه جوړه کړې ده، چې د ۳۷ بالونو وروسته بریالی شوی و.
۳ – ډیویډ میلر:

د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی توپ وهونکی ډیویډ میلر، چې په کیلر میلر هم مشهور دی، د اي پي ایل سیالیو په شپږم سیزن کې یې د پنجاب لوبډلې په ګټه په ۳۸ بالونو لوبولو سره د بنګلور لوبډلې خلاف خپله لمړۍ چټکه سلیزه جوړه کړه، چې په توپ وهنه کې یې ۷ شپږیزې او ۸ څلوریزې شاملې وې.
۴ – ایډم ګیلکریسټ:

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی ویکټ کیپر لوبغاړی، چې د پنجاب لوبډلې سره یې د لوبډلمشرۍ دنده هم ترسره کړې ده، د اي پي ایل سیالیو په لمړي سیزن کې یې په ۴۲ بالونو لوبولو سره یې لمړنۍ چټکه سلیزه جوړه کړې وه.

۵ – ای بي ډيویلرز:

ای بي ډیویلرز د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی بریدګر توپ وهونکی دی، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې تل چټکه بریدګره لوبه ترسره کړې ده؛ د (آي پي ایل) تجارتي سیالیو کې د هندي ویرات کوهلي په لوبډلمشرۍ کې د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې سره لوبیږي.
نوموړي د ۲۰۱۶ م کال په ۹ پړاو یا سیزن کې د ګجرات لاینز لوبډلې خلاف په ۴۳ بالونو سلیزه جوړه کړه، ۱۲۹ منډې یې وکړې، چې پکې ۱۲ شپږیزې او ۱۰ څلوریزې شاملې وې.
همدا راز په نیمه چټکو سلیزو جوړولو کې هندی لوکیش راهول په ۱۴ بالونو سره لمړی، هندی یوسف پټان او ویسټ انډیزی سونیل ناراین د ۱۵ بالونو سره دویم او دریم ځای کې قرار لري.