په کندهار کي د باسکیټبال ستري لوبي پيل سوې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د مسئولینو په خبره د پنجشنبې په ورځ د کندهار په جمال ناصر طرزي جمنازیم کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د باسکیټبال لوبي پيل سوې، چي پرانیستنه ئې په یو لړ خاصو مراسمو سره وسوه.
دا لوبي د کندهار اطلاعاتو و فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت او د کندهار باسکیټبال فدراسیون په ګډه همکاري ترتیب سوي.

په کندهار کي د ځوانانو چارو آمر او د یادو سیالیو ترتیب کوونکي حافظ پوپل وویل دا لوبي به ۸ ورځي وخت نیسي، چي ګډونوالي لوبډلي به یو د بل په وړاندي د تګ او راتګ په ډول د یاد لوبغالي ترڅنګ په یو شمېر نورو لوبغالو کي هم ولوبیږي.
د پوپل په خبره، چي د یادو سیالیو څخه ئې موخه د ځوانانو تشویق او هڅونه ده.
هغه له ټولو لوبغاړو څخه وغوښتل، چي د بې ځایه ناستو پر ځای لوبو ته مخه کړي او د هیواد لپاره د همدې لاري د خدمت مصدر وګرځي.

په کندهار کي د باسکیټبال فدراسیون مسئول عبدالله مینوال بیا دا لوبي د نوو لوبغاړو د پیداکولو لپاره خورا مهمي وبللې. هغه زیاته کړه، چي د یادو سیالیو څخه به غوره لوبغاړي د کندهار منتخبو لوبډلو ته غوره کړل سي.
د باسکیټبال یاد لوبغاړي چي د کندهار ښار د بیلابیلو سیمو دي او په بیلابیلو لوبډلو کي لوبیږي دا ډول سیالۍ د ځان لپاره خورا مهمي بولي.

دوی له مسئولنیو څخه دې ته ورته د نورو سیالیو غوښتنه کوي.
کندهار په سویلي حوزه کي پروت هغه ولایت دئ، چي د پخوا به پرتله اوس بیلابیلي سپورټي سیالۍ پکښي ډیري سوي او ګڼ شمېر لوبغاړي په لوبو او ګڼ شمېر مینوال ئې بیا په نندارې بوخت دي.