په کندز کې د شمال دوديزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

راپور: محمد عزیز پردیس – کندز
سږنۍ د ۱۳۹۷ کال شمال دوديزه کلنۍ مشاعره په کندز کې د امن او ورورګلوۍ په فضا کې ترسره شوه.
ياده مشاعره وروسته د ريدي ګل ملي او سترې مشاعرې څخه دويمه لويه او دوديزه مشاعره ده چې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې په نوښت او د ځينو فرهنګي ټولنو او کندز فرهنګپالو په همکارۍ د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ترسره کېږي.
مشاعره پرون ماسپښين دوه بجې د کندز په سپین زر کلوپ هوټل کې پيل شوه چې د هېواد مختلفو ولايتونو، کندهار، کابل، سمنګان، تخار، بغلان، بدخشان او د کندز ښار او ولسوالۍ څخه راغلو ګڼ شمېر ځانګړو مېلمنو، د کندز مخور مشر الحاج سناتور انجينير محمد الدين همدرد، د کندز پوهنتون رئيس او استادانو، د کندز د پوليسو اکاډمۍ رئیس ښاغلي زبردست صافي، د کندز د نورو دولتي ادارو مشرانو او استازو، د کندز د فرهنګي ټولنو استازو، شاعرانو، ليکوالانو او د شعر او ادب مينوالو ګډون درلود.

محفل د قرانکرايم د څو سپېڅلو ايتونو په قرائت سره پيل شو، د هېواد ملي سرود له اورېدو څخه وروسته د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې رئيس ښاغلي رحمت الله همنوا ټولو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دې سترې غونډې په تنظيمولو کې د پردېس ټولنې له ټولو غړو، کندزي فرهنګي ټولنو، فرهنګپاله ملګرو او د رسنيو همکارانو څخه مننه وکړه چې د دې محفل په برابرولو کې يې خپلې هڅې نه دي سپمولي.

مشاعره ښکلو ترنمونو او د ځوانو شاعرانو دکلمو ښکلې کړې وه او غونډه په ژوندۍ بڼه له سيمه ييزې راډيو کيهان راډيو څخه هم خپرېدله.
هېره دې نه وي چې د مشاعرې په وروستيو شېبو کې د هېواد تکړه او پياوړي ممثل ښاغلي جاويد عابد د خپل دويم هنري سفر ( وطنه مور يې زموږ ) په ترڅ کې د کندز لپاره ځانګړی تمثيل ( ښکاري ) هم حاضرينو ته وړاندې کړ چې د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شو.

ښاغلی جاوېد عابد هرکال د پردېس کلتوري ټولنې او کندزي فرهنګيانو په رسمي بلنه کندز ته راځي چې دلته د شمال دوديزې مشاعرې په ترڅ کې خپل تمثيل مينه والو ته وړاندې کوي.
د مشاعرې په پای کې د ځوانانو له لوري خوندور ملي اتڼ هم ترسره شو.
پردېس کلتوري ټولنې مشرتابه هيئت او غړي يې په کندز کې د ګستره موج های آمو، پسرلي کلتوري ټولنې، ضيايي فرهنګي خونې، ځوان غبرګون بنسټ، رسنيزو همکارانو، کندز مېشته با احساسه او فرهنګپاله ځوانانو څخه مننه کوي چې د دې غونډې په برابرولو کې يې نه ستړې کېدونکي هڅې کړې دي.
شمال دوديز کلنۍ مشاعره ( مشاعره سالانه عنعنوي شمال ) هر کال په کندز د پسرلي په موسم کې ترسره کېږي چې موخه او مرام يې يوازې او يوازې ملي يووالي او سولې لپاره د خلکو په منځ کې د ذهنيت رامنځ ته کول دي.